د لاس رسي وړ اتصالات

رئيس احمدزی د انډي مولز پر ځای د کرکټ ډایریکټر وټاکل شو 


رئیس احمدزی د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی و
رئیس احمدزی د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی و

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی رئیس احمدزی یې د کرکټ ډایرېکټر ټاکلی دی.

ښاغلی احمدزی د پخواني ډایرېکټر او د غوراوي د کمېټې د مشر انډي مولز پر ځای ګمارل شوی دی.

ښاغلی احمدزی به د کرکټ تخنیکي اوعملیاتي چارې پر مخ بیايي. هغه به ملي لوبډلو ته د لوبغاړو په پیدا کېدو، غوراوي، د داخلي لوبو په غوړېدو او ځېنو نورو برخو کې همکاري کوي.

د افغانستان د کرکت بورډ په اعلامیه کې لیکل شوي: "ښاغلي احمدزي له دې وړاندې د ملي لوبډلې د لوبغاړي او همدارنګه د ۱۹کلنو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې کړې چې په اوسنۍ ګومارنې سره به یې ملي لوبډله له تخنیکي اړخه لا ډېره پیاوړې شي او همدارنګه به ورسره ټاکل شوې موخې او پالیسۍ، د لوبغاړو ظرفیت او تکړښت (روغه څټه) په لا ډېره ښه توګه عملي بڼه خپله کړي."

د افغانستان کرکټ بورډ نه دي ویلي چې ښاغلی انډی مولز به په کرکټ بورډ کې دنده لري که نه. انډي مولز د ملي لوبډلې او د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکی هم و.

رئیس احمدزی څو میاشتې مخکې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې روزونکی و. افغانستان په دغو سیالیو کې اووم مقام ګټلی و.

XS
SM
MD
LG