د لاس رسي وړ اتصالات

فرهان یوسفزی: ځینې کړۍ د کرکټ لوبغاړو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي


د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان الله یوسفزی وايي چې ځينې افراد او کړۍ د کرکت د ملي لوبډلې د لوبغاړو له استعداد او احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي.

ښاغلي یوسفزي د سه شنبې په ورځ په خپل رسمي فیسبوک کې په کرکټ بورډ کې د خپلو څو میاشتو لاس ته راوړنو په اړه معلومات او راپور خپاره کړل. خو نه یې دي ویلي چې د دغه راپور د خپرولو انګیزه څه وه؟

نوموړي د لوبغاړو ترمنځ د یوالي د راوستلو، ملي لوبډلې ته د نویو بهرنیو روزونکو د ګمارلو، اداري اصلاحاتو، د فساد په ضد مبارې او نورو مسایلو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

ښاغلي یوسفزي همدغه راز ویلي دي چې د یو لړ افرادو او اشخاصو له لوري فشارونه شته چې د هغه د پیل شویو اصلاحاتو مخه ونیول شي.

هغه لیکلي دي: "یو بل مهم ټکی چې یادونه یې کوم، هغه زموږ د لوبغاړو استعداد دی چې ډېر ښه استعداد لري، خو له بده مرغه کله ناکله د دوی له استعداد او احساساتو هم ناوړه ګټه پورته کېږي او یو شمېر کړۍ او افراد یې بیا په خپله ګټه څرخوي چې موږ به دغه ډول کسانو ته هیڅکله هم اجازه ورنکړو، که څه هم دغه کسان د بېلابېلو چینلونو له لارې د فشار واردولو هڅه هم کوي."

نوموړي دا اشخاص او افراد مشخص کړي‌ نه د‌ي او نه یې هم ویلي دي چې پر کرکټ بورډ او د بورډ په چارواکو څه ډول فشارونه راوړل کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ۲۰۱۹ د نړیوال جام له سیالیو وروسته فرهان الله یوسفزی د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وټاکه.

افغانستان په دغو سیالیو کې نهه لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې چې د خپلو مینوالو له لوري په ځینو لوبغاړو او د بورډ په مسولینو کلک انتقادونه وشول.

XS
SM
MD
LG