د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نا قانونه افغان کډوال ثبتوي


ارشیف: په پاکستان کې د افغان مهاجرو سرشمیرنه
ارشیف: په پاکستان کې د افغان مهاجرو سرشمیرنه

کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې د جولاۍ په ٢٥ په پاکستان کې میشت د غیر قانوني افغان کډوالو ثبتول پیل شي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم پر ټولو غیر قانوني افغان کډوالو غږ کړی دی چې خپل نومونه راجستر کړي.

د رپوټونو له مخې د دغو افغان کډوالو د نوم لیکنې لپاره مربوطو ادارو لا دمخه تیاری نیولی دی او د پاکستان د شناختي کارت مرکزي اداره به میشتو بې سنده افغان کډوالو ته د اوسېدو ځانگړي کارتونه ورکړي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره ثبت شوي افغان کډوال موجود دي. دا اداره اټکل کوي چې څو سوه زره نور افغانان په غیر قانوني توگه په پاکستان کې ژوند کوي چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په وجه د پاکستان د امنیتي ادارو له لورې وخت پر وخت زورول کیږي.

د افغانستان په سفارت کې د کډوالو د چارو یو چارواکي سید ذبیح الله د امریکا غږ اشنا ته ددې پروسې د پیل کیدو په تائید ویلي چې ددې کار لپاره د افغانستان نه هم یو پلاوی پاکستان ته ورځي.

هغه زیاتوي چې دا پروسه به د جولاۍ په ٢٥ د پیښور او اسلام آباد نه پیل شي او د اگست په ١٦به ټول پاکستان ته وغزیږي.

دغه افغان چارواکی دا هم وایي چې د دغو کډوالو د ثبتولو لپاره به په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې ٢١ مرکزونه پرانستل شي. په دغې پروسې کې به د پاکستان د شناختي کارت د ادارې او د افغان قونسلگرۍ د چارواکو په شمول د افغان حکومت له خوا ټاکل شوي چارواکي هم موجود وي.

د رپوټونو له مخې یواځې په خیبر پښتونخوا کې د ٦٠٠٠٠٠ افغانانو د ثبتولو امکان شته. د پاکستان انگلیسي ژبې ورځپاڼې "د نیشن" د افغان کمیشنرۍ د یو چارواکي وقار معروف له خولې لیکلي چې ددې کار په عملي کیدو سره به حکومت ته د ټولو هغو افغان کډوالو ریکارد معلوم شي چې په پاکستان کې میشت دي.

د تیرو کلونو په ځانگړې توگه د پیښور په یو ښوونځي باندې د خونړي بریدونو وروسته په پاکستان کې د بې سنده افغان کډوالو سره د پولیسو او امنیتي ادارو د بد چلند رپوټونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG