د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې اورښتونو د افغان کډوالو کورونه نړولي


په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وايي چې د جمعې له ورځې راهیسې روانو اورښتونو په بېلا بېلو سیمو کې د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان وژلي او یو شمېر ودانیو ته یې زیانونه رسولي دي، چې پکې د افغان کډوالو په کمپونو کې یې خامې ودانۍ هم چپه کړې دي.

افغان کډوال وايي، کله چې واورې او بارانونه وي نو د دوی ورځنۍ خواري مزدوري هم اغېزمنه شي، او کارونه یې په ټپه ودریږي.

د کوهاټ د افغان کډوال کمپ عبدالنبي ولسیار د مارچ پر څلورمه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په دې نړۍ کې د هر چا ژوند عارضي وي خو د افغانانو ژوند بیا تر ټولو ډېر عارضي دی: "په کمپونو کې مو ودانۍ ډېرې کمزورې دي او یو نیم کور پکې داسې وي چې لږ ښه وي، په پښتو کې متل دی چې د لمدو خټو لږ اوبه بهانه وي، نو چې یو څو څاڅکي باران وشي نو دغه د دوی د کچه ودانیو دیوالونه راپرېوزي او یا کوټې کېښنې او بله دا چې دا کورونه راڅاڅي او څنګه چې بهر باران ورېږي، همداسې د دوی په کورونو کې دننه باران ورېږي."

ښاغلی ولسیار زیاتوي، په اوسنیو بارانونو کې د افغان کډوالو د ځینې کورونو دیوالونه ناست دي او دا رنګ د دوی لارې کوڅې هم ډېرې خرابې دي چې انسان پکې بهر قدم نه شي اخیستی او که په دې مهال د ښځینه و یا ماشومانو کومه ناروغي راشي نو موټر هم نه وي او نه کوم دولتي موټر راتلای شي. نوموړی وايي، "په دې هیواد کې ډېر په عذاب ژوند کوي."

د هريپور د څوارلسم نمبر کمپ عبدالله وحدت د مارچ پر څلورمه امریکا غږ ته وویل د دوی په کمپ کې د ځینو خلکو د کورونو دیوالونه راپرېوتي او لارې کوڅې بندې شوي او اوس یوازې ضلعې نظام چلوونکي (ډي ای ) ډسټرکټ اېډمنسټرېشن د دوی کمپ ته لیک رالېږلې چې تاسو خپل تاوانونه دوی ته په ګوته کړئ.

هغه وویل: "په کمپونو کې مو ژوند له ډېر جنجال سره مخ دی او دا ښکاره خبره ده چې دیوال راپرېوځي نو خلک به پکې ژوبلېږي، خو دا کېمپونه دومره لوی دی چې یو بل ته يې ستونزه نه مالومېږي، ما چې په کمپ کې څه ولیدل، نو زما د کور په ګډون د یوشمېر کورونو دیوالونه راپرېوتي او ځنې خواريکښ په کور ناست دي، ورځنۍ د لاس مزدوري نشي کولای، چې له امله يې له ستونزو سره مخامخ دي او تر دا مهاله هېڅ مرسته نه ده شوې."

بل پلو، د مارچ پر درېیمه نېټه د خېبرپښتونخوا د طبیعي پیښو سمبالولو ایالتي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند تېمور خان په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي چې د بارانونو له امله له اغیزمنو خلکو سره يې مرستو ته دوام ورکړی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور هم ویلي دي چې امدادي عملیات دې بېړني کړل شي او له ځپلو خلکو سره دې نغدې مرستې هم وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG