د لاس رسي وړ اتصالات

ورښتونو په یوې اونۍ کې په 'افغانستان کې ۵۱ کسان مړه' کړي

له تېرې یوې اونۍ راهېسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شدیدو بارانونو او سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د راپورونو په اساس، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له کبله «درې تنه مړه شوي، ۱۶ نور ژوبل شوي او ۳۳۸ کورونه په بشپړ ډول او ۷۹۸ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ» شوي دي.

له پېښو سره د طالبانو حکومت د «مبارزې امادګۍ ملي اداره» وايي چې سېلابونو په یوې اونۍ کې په افغانستان کې «۵۱ کسان مړه کړي او ۸۹ نور یې ژوبل» کړي دي.

د دغې ادارې په رسمي اېکس حساب کې د ویاند محمد یوسف حماد یوه ویدیو خپره شوې چې وايي د ورښتونو له کبله له تېرې یوې اونې راهېسې «۶۶۷ کورونه په بشپړ ډول او ۲۰۵۶ نور نسبي ویجاړ شوي او ۳۳۷ کیلو متره سړکونه هم ویجاړ» شوي دي.

نوموړی وايي چې په عمومي ډول «۱۸۴۷ کورنۍ زیانمنې شوې او تر ۸۰۰۰ کیلو میتره زیاتې زراعتي ځمکې ویجاړې» شوې او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو ادارې (اوچا) ویلي وو چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شدید ورښتونه روان دي او د مارچ له ۲۶ څخه تر ۳۱مې نېټې پورې ۱۹ تنه مړه شوي، څه باندې ۹۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې او تر ۶۰۰ ډېر کورونه زیانمن او یا هم نړیدلي دي.

له پېښو سره د طالبانو حکومت د «مبارزې امادګۍ ملي ادارې» په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په مرکزي، سوېل‌ختیځ، ختیځ او شمال لوېدیځ کې د زیاتو ورښتونو وړاندوینه کړې او ویلي دي چې ممکن «له ۷۵ څخه تر ۲۰۰ میلي ‌متره پورې د باران اوبو معادل ورښت» وشي. دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د دغو ورښتونو له کبله د سېلابونو خطر زیات دی او له خلکو غوښتل شوي چې زیانمنونکو سیمو ته تګ راتګ ونه کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG