د لاس رسي وړ اتصالات

پرتګال له رونالدو پرته، سویس ته په شپږو ګولونو سره ماته ورکړه


د کریستیانو رونالدو پرځای راوستل شوي غونزالو راموس د پرتګال لپاره دې ګولونه ووهل
د کریستیانو رونالدو پرځای راوستل شوي غونزالو راموس د پرتګال لپاره دې ګولونه ووهل

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې د قطر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په دوام د سه شنبې په ورځ ډسبمر شپږمه (لیدنۍ ۱۵) په یوې په زړه پورې لوبه کې د سویس لوبډلې ته شپږ د یو په وړاندې پایلې سره ماته ورکړه.

پرتګال که څه هم د لوبې د پیل په یوولسو لوبغاړو کې خپل مشهور لوبغاړی کریستیانو رونالدو نه وو انتخاب کړی خو د هغه پر ځای میدان ته داخل شوي ګونزالو راموس وکړای شول درې ګولونه ووهي او ښکاره کړي چې له رونالدو پرته هم پیاوړي دي.

۲۱ کلن راموس په ۱۹۵۸ کال کې له برازیلي پیلي وروسته لومړی ځوان لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په حذفي پړاو کې درې ګولونه وهي.

پیپې، رافائل ګیوریرو او رافائل لیاو درې نور هغه لوبغاړي و چې د پرتګال لپاره یې په دې لوبه کې ګولونه ووهل. پرتګال له دې بریا سره په یو پر اتم پړاو کې له ماراکش مخ شو چې د شنبې په ورځ به لوبه کوي.

د پرتګال لوبډل مشر فرناندو سانتوس د سویس په وړاندې د نن ورځې په لوبه کې کریستیانو رونالدو د ټپونو له امله د پیل په یوولسو لوبغاړو کې نه وو انتخاب کړی.

د سه شنبې ورځې په بله لوبه کې مراکش د اسپانیا لوبډلې ته چې نړیوال جام یې هم ګټلی ماته ورکړه. لوبه د پنالتي په شوتونو سره مراکش وګټله او اسپانیا له جام څخه حذف شوه.

د نن ورځې په دوو لوبو سره د حذفي یا یو پر شپاړسم پړاو لوبې پای ته ورسیدې. ټاکل شوېده د جمعې په ورځ ډسمبر ۹ د کوارټر فاینل لوبو په ترځ کې کورشیا له برازیل او هالنډ له ارجنټاین سره مخ شي.

د ډسبمر په لسمه بیا مراکش له پرتګال او انګلستان له فرانسې سره مخ کیږي چې ګټونکي لوبدلې به سیمې فاینل ته لار پیدا کړي.

د قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام پای لوبه د ډسمبر په ۱۸ نیټه د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG