د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام؛ مراکش اسپانیې ته ماتې ورکړه


د مراکش د فوټبال ملي ټیم
د مراکش د فوټبال ملي ټیم

د ۲۰۲۲ د قطر د فوټبال نړیوال جام د لوبو په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ مراکش د اسپانیا پر وړاندې لوبه وکړه. لوبه د پنالتي شوتونو په وهلو سره مراکش وګټله او اسپانیا له جام څخه حذف شوه.

پدې سیالي کې د تمې برخلاف د مراکش ټیم د نړۍ د پیاوړي ټیم اسپانیا پر وړاندې ډیر ښه وځلید او د لوبې په لومړي نیمایي کې یې څو ځلې د اسپانیا دروازه په نښه کړه.

د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې اسپانیا هم پرله پسې بریدونه وکړل خو لوبه صفر د صفر پر وړاندې دوهمې نیمایي ته ولاړه.

د لوبې دوهمه نیمایي هم پرته له ګول وهلو مساوي پای ته ورسیده او دواړه ټیمونه اضافي ۳۰ دقیقې وخت ته ولاړل. په اضافي وخت کې هم لوبه مساوي شوه، سره له دې چې اسپانیا د دوهم اضافي وخت په وروستیو شیبو کې دوه چانسونه له لاسه ورکړل.

په پنځه پنځه پنالتي شوتونو کې د مراکش ګولکیپر یاسین بونو د کروشیا د ګولیپر په څیر درې پنالتي شوتونه ونیول او خپل ټیم یې د لوبې بل پړاو ته بوته چې اته ټیمونه په کې لوبه کوي.

د مراکش ګولکیپر د اسپانیا د لوبغاړي د پنالتي شوت د نیولو پر وخت
د مراکش ګولکیپر د اسپانیا د لوبغاړي د پنالتي شوت د نیولو پر وخت

د نن ورځې بله لوبه د پرتګال او سویس د ملي ټیمونو ترمنځ ده.

د نړۍ د مشهور فوټبالر کرستیانو رونالدو په کیپتانۍ د پرتګال ټیم به هڅه وکړي چې د رونالدو له مهارتونو نه په استفادې بل پړاو ته مخه کړي، خو د سویس ټیم د ښه دفاع په لرلو سره د مبصرینو په اند کیدای شي د پرتګال د حملو پر وړاندې د ضد حملو په ترسره کولو سره لوبه کنترول او بریالیتوب ترلاسه کړي.

د نړیوال جام د لوبو پدې پړاو کې ټیمونه مساوي نه پاته کیږي چې د لوبې په عادي ۹۰ دقیقو کې د مساوی نتیجې وروسته اضافي وخت ورکړل کیږي او که پدې اضافي وخت کې بیا هم مساوي شي، نو دواړه ټیمونه باید د پنالتي شوتونه ووهي.

تیره ورځ د جاپان او کروشیا ټیمونو د اضافي وخت وروسته هم یو یو مساوي شول او بیا یې پنالتي شوتونه وکړل چې د کروشیا ګولکیپر وکړای شول درې شوتونه وګرځوي او خپل ټیم بل پړاو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG