د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د کتائب حزب الله پر جګپوړي قوماندان د امریکا برید 'ښکاره ترهګري' ده


په بغداد کې سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه برید د کتائب حزب الله د یو قوماندان پر موټر شوی دی.
په بغداد کې سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه برید د کتائب حزب الله د یو قوماندان پر موټر شوی دی.

د عراق حکومت د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ اتمه ( سلواغۍ ۱۹‌‌مه) د امریکایي ځواکونو د هغه برید په اړه چې په ترڅ کې یې په بغداد کې د کتائب حزب الله د ډلې یو قوماندان ووژل شو، سخته نیوکه وکړه او دا برید یې "ښکاره ترهګري" او "د ملکي وګړو ژوند او نړیوالو قوانینو ته نه پاملرنه" وبلله.

د عراق د صدراعظم ویاند یحیی رسول وویل، د امریکا په مشرۍ ایتلاف چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر ضد عملیات کوي "په پرله پسې توګه زموږ په خاوره کې د خپل حضور او موخو څخه منحرف کیږي."

د عراق د صدراعظم ویاند زیاته کړه: "دغه کړنې د عراق حکومت دې ته اړ باسي چې تر بل هر وخت د دغه ایتلاف ماموریت پای ته ورسوی، کوم چې پخپله د بې ثباتۍ یو عامل ګرځیدلی او عراق د جګړې لور ته وړي."

د امریکا متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي عملیاتو څارنه کوي، ویلي چې د سه شنبې په ورځ په برید کې د کتائب حزب الله د اورپکې ډلې یو قوماندان چې "په مستقیمه توګه په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو مسؤل و، ووژل شو."

دوو امریکايي چارواکو امریکا غږ ته تائيد کړې، چې دغه وژل شوي قوماندان وسام محمد الساعدی نومیده او په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې عملیاتي مسؤول و.

په بغداد کې سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه برید د حزب الله د یوه قوماندان پر موټر شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې دا برید په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د برید په غبرګون کې شوی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه درې امریکايي سرتیري وژل شوي او تر ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر له نیمایي راهیسې د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونه لږ تر لږه ۱۶۵ ځله بریدونه شوي چې په دې کې ۶۶ بریدونه په عراق، ۹۸ بریدونه په سوریې او یو برید په اردن کې شوی دی.

تر دې مخکې، د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ په دویمه نېټه، په یو لړ غچ اخیستونکو بریدونو کې، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او په عراق او سوریه کې د هغې پورې تړلې ملېشې ډلې ۸۵ مرکزونه وویشتل.

د امریکايي ځواکونو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د سوق او ادارې او د استخباراتو مرکزونه او همدارنګه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو زیرمې په نښه شول.

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو د دغو بریدونو ملاتړ کړی او دا یې اړین ګڼلي، بلخوا عراقي چارواکو خپله غوسه څرګنده کړې او په بغداد کې یې د امریکا د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG