د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: دا آی پي ال تر مخکني سخت دی


راشد خان هیله لري چې افغانستان به له بنګله دېش نه سیریز ګټي
راشد خان هیله لري چې افغانستان به له بنګله دېش نه سیریز ګټي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان په خپلې تازه مرکې کې د آی پي ال، بنګله دېش او هند سره په سیالیو او نورو مسایلو خبرې وکړې.

راشد خان امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې روان آی پي ال ورته تر مخکني لږ سخت او ننګوونکی ځکه دی چې مخالف لوبغاړي اوس تر پخوا د هغه د باولینګ سره څه ناڅه اشنا شوي‌ دي.

هغه وویل غښتلیو لوبغاړو ته ښه بال کول د بالر استعداد ثابتوي. راشد خان د بېلګې په ډول د نړۍ د دوو مخکښو توپ وهونکو ویرات کوهلي او آی بي ډیولرز نومونه واخیستل. په همدغه آی پي ال کې راشد خان ډیولرز وسوځوه خو د کوهلي کیچ یې وغورځېده.

دغه ۱۹ کلن افغان لوبغاړي دا خبره هم وکړه چې په آی پي ال کې له غټو لوبغاړو او لوبډلو مشرانو څخه دا خبره اورېدلې چې په لوبه کې به ځان تر فشار لاندې نه راولي او په سختو حالاتو کې به خپل حواس په کابو کې ساتې. هغه وايي‌ په کرکټ کې همدغه د بري راز دی.

راشد خان په آی پي ال د مجیب موجودیت هم د افغانستان د کرکټ لپاره یو مثبت ګام وګاڼه او وویل چې مجیب به په دغه آی پي ال کې لا پوخ او مجرب شي.

له بنګله دېش سره سیالۍ

ټټاکل شوې د جون په درېیمه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز پیل شي. راشد خان وايي چې افغانستان د ۲۰ اورونو یوه غښتلې لوبډله ده او هیله لري چې افغانستان دا سیریز وګټي.

له هند سره لوبه

افغانستان د جون په ۱۴ له هند سره خپل لومړنۍ ټسټ سیالي کوي. راشد خان وویل چې هند یوه غښتلې لوبډله ده خو افغان لوبغاړي هم قوي‌ استعدادونه لري.

هغه وايي افغان لوبغاړي به هڅه وکړي‌ چې له هند سره داسې لوبې وکړي‌ چې نړۍ ته بیا ثابته کړي چې افغانستان د غټو لوبو او سترو لوبډلو سره د سیالیو جوګه دی.

راشد خان د آی پي ال په اړه ډېرې نورې خبرې هم وکړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:24:42 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG