د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ


دا درېیم ځل دی چې راشد خان په شل اوریزو لوبو کې هېټریک کوي
دا درېیم ځل دی چې راشد خان په شل اوریزو لوبو کې هېټریک کوي

افغان لوبغاړي راشد خان د استرالیا د بګ بش په روانو تجارتي سیالیو کې په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې د کرکټ په اصطلاح کې هېټریک بلل کیږي.

راشد خان په دغو سیالیو کې د اډلایډ سټرایکرز په لوبډلې کې لوبیږي او د چهارشنبې په ورځ يې (جنوري۸) د سډني سېکسرز د لوبډلې خلاف دا کارنامه وکړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او ۲۲ منډې پرې وشوې، خو بیا یې هم لوبډلې لوبه ونشوه ګټلې.

راشد خان تر دې مخکې هم دوه ځلې هېټریکونه کړي وو. اول هېټرېک یې په ۲۰۱۷ کال د ویسټ انډیز په تجارتي لوبو (سي پي ال) کې وکړ او دویم یې تېرکال د ایرلنډ خلاف لوبې کې د افغانستان لپاره وکړ.

هغه لمړی افغان دی چې په شل اوریزو نړیوالو او تجارتي سیالیو کې درې هېټریکونه لري او لمړی لوبغاړی شو چې په ۲۰۲۰ کال اول هېټريک کوي.

د آسترالیا په بګ بش کې پر راشد خان سربېره دوه نور افغان لوبغاړي قیس احمد او ظاهر خان هم لوبیږي. محمد نبي او مجیب الرحمن هم په بګ بش کې لوبېدلي دي.

XS
SM
MD
LG