د لاس رسي وړ اتصالات

سريلانکا کې اقتصادي‌ بحران؛ مظاهره چیان د ولسمشر د دفتر تر دروازې رسېدلي 


په سري لانکا کې له څو ورځو راهېسې مظاهرې روانې دي
په سري لانکا کې له څو ورځو راهېسې مظاهرې روانې دي

په سريلانکا کې مظاهره چیان نن یکشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) هم د دغه هېواد د ولسمشرۍ د دفتر د دروازې په مخکې راټول شوي‌ او د اقتصادي بحران له کبله د ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د استعفا غوښتنه کوي.

سلګونه مظاهره چیانو له تېرې ورځې راهېسې په باران کې چترۍ په لاسونو او د باران کوټونه په تن د ولسمشرۍ د دفتر د دروازې مخه نیولې او د حکومت په ضد شعارونه ورکوي. ځينې مظاهره چیان بیا د ټول پارلمان د منحل کېدو او ځوانانو ته د مشرتابه د سپارلو غوښتنه کوي.

د سريلانکا د پوځ یو پخواني ۳۲ غړي سنجیوا پوشپاکمارا هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې ده. هغه د ولسمشر او د هغه د اغیزناکې سیاسي کورنۍ په اړه وویل: «موږ به دلته پاتې یو او تر هغه به پاتې یو چې دوی مو نیولي نه وي. موږ به دوی کورونو ته ستانه کړو. له دوی به د خلکو پېسې بېرته واخلو او زندان ته به یې واستوو. دې خلکو هغه هېواد، چې موږ ساتلی و، وران کړ او د تاسف خبره ده چې پوځ‌ او پولیس یې ساتنه کوي.»

نوموړی وايي چې هغه د سري لانکا په کورنۍ جګړې کې د تامیل پړانګانو په ضد هم جنګېدلی دی. حکومت له څه باندې دوې نیمې لسیزې جګړې وروسته دا جکړه وګټله. د سريلانکا اوسنی ولسمشر د تامیل پړانګانو په ضد د جګړې غښتلي‌ دفاعي چارواکی و او ورور یې، مهېندا، چې اوس صدراعظم دی، هغه وخت ولسمشر و. دوی دواړه د تامیل پړانګانو خلاف د جګړې د ګټلو مخکښان بلل کېږي.

د مظاهرو پلویانو په مظاهره چیانو باندې خواړه او د باران کوټونه وېشلي دي. سریلانکا د دیوالي کېدو په درشل کې ده او پورونه یې ۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي او نژدې اوه میلیارده پور باید سږکال ورکړي. همدغه راز بهرنۍ زیرمې یې هم کمې شوې دي.

ټاکل شوې چې سري لانکا د پېسو له نړیوال صندوق سره د همدغه میاشتې په پای کې غونډه کړي. په همدې حال کې د خوراکي موادو او تیلو د اخیستلو لپاره د سري لانکا حکومت چین او هند ته مراجعه کړې ده چې اضطراري پورونه ورکړي.

په سريلانکا کې خلک له څو میاشتو راهېسې د تیلو، غوړیو، ګازو، خوراکي موادو او درملو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو اوږدو کتارونه کې ولاړ وي. دا ټول مواد له بهر څخه واردېږي. د تیلو د کموالي له کبله په سري لانکا کې د ورځې څو ساعته برېښنا نه وي.

له همدې کبله مظاهرې پیل شوې او مظاهره کوونکي تر ډېره د ولسمشر راجاپاکسا په کورنۍ باندې په غوصه دي، چې له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په سري لانکا کې، واکمنه ده.

منتقدین د راجاپاکسا وروڼه تورنوي چې د داسې پروژو لپاره یې ډېر پورونه ترلاسه کړي چې ګټه نلري، د بېلګې په توګه دوی یو بندري تاسیسات یادوي چې د چین په پور اباد شوی خو د دوی په ادعا کومه ګټه وټه نلري.

د مظاهرو له کبله د کابینې ځینو غړو استعفاوې وکړې او څلور نوي سرپرست وزیران وټاکل شول او لوړه یې وکړه، خو ډېرې کلیدې څوکۍ لا هم تشې دي. ولسمشر راجاپاکسا د ګډ حکومت جوړولو وړاندیز کړی خو د اپوزیسون ګوند یې وړاندیز رد کړی دی.

له هغه وروسته چې نژدې ۴۰ وکیلانو وویل د ایتلاف د لارښوونو په اساس نور نشي کولای رایه ورکړي، پارلمان د بحران د کنترولولو لپاره کومې اجماع ته په رسېدو کې پاتې راغی، چې دا کار نور هم حکوم کمزوری کوي. د اپوزیسون ګوندونه هم سره وېشلي او د پارلمان اکثریت نشي ترلاسه کولای.

XS
SM
MD
LG