د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د افغان کډوالو لپاره په "پښتو" کې ټویټ کړی


په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال اوسیږي
په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال اوسیږي

د پاکستان صدر اعظم عمران خان وايي اړوندو ادارو ته یې لارښونه کړې چې په پاکستان کې ثبت شويو افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو اجازه ورکړي.

عمران خان دا ټویټ په "پښتو" کې کړی دی او همدغه راز یې ویلي دي چې له دې وروسته افغان کډوال د پاکستان په ملي اقتصاد کې هم "باقاعده" برخه اخیستلې شي.

په پېښور کې د امریکا غږ خبریاله وايي چې تر دې مخکې هغو افغان کډوالو، چې په نړیوالو رسمي ادارو کې یې کار کاوه او سوداګر وو، په خپلو نومونو بانکي حسابونه لرل، خو عادي افغانانو نلرل.

عمران خان داسې مهال د افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو اجازه ورکوي چې پاکستان په اقتصادي لحاظ له یو (بد حالت) سره مخامخ دی.

ملګري ملتونه وايي شاوخوا اته میلیونه افغانان بې ځایه او مهاجر دي. له دغې ډلې نه یې شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا ١،٣ میلیونه یې ثبت او راجستر دي.

همدغه راز درې میلیونه نور افغانان په ایران کې ژوند کوي چې یو میلیون یې ثبت او راجستر شوي دي. خو د رپوټونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط هم ښه نه دي.

XS
SM
MD
LG