د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله د حکومتي پلاوي په مشرۍ د مسکو د سولې غونډې ته روان شو


ټاکل شوې یاده غونډه سبا پنجشنبه پيل شي
ټاکل شوې یاده غونډه سبا پنجشنبه پيل شي

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د افغان حکومت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د مسکو د سولې کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو.

له نوموړي سره په دې پلاوي کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، کریم خلیلي، د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او پلاوي ځینې د مذاکراتي ټیم یو شمیر نور غړي هم شامل دي.

د ملي مصالحې عالي شورا نن چهارشنبه مارچ ۱۷(کب ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې عبدالله عبدالله به د افغان سولې څخه د ملاتړ په هدف جوړه شوې غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب ګډون او وینا وکړي.

عبدالله عبدالله روسیې ته د روانېدو پرمهال د افغان سولې له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسکو ناسته او د افغان سولې ټنګښت په برخه کې د روسیې او د سیمي هېوادونو رول مهم بللی دی.

د مصالحې شورا په اعلامیه کې د د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي: "د مسکو ناسته په دوحه کې د سولې خبرو اترو څخه د ملاتړ او د ترکیې ناستې ته د زمینه سازۍ په موخه جوړیږي، افغانستان د ترویکا غړو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې له همکارۍ هرکلی کوي."

ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس سبا پنجشنبه د مارچ په ۱۸ د ترویکا غړو هېوادنو لخوا د روسیې په کوربتوب جوړ شي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ویلي چې په یاده غونډه کې به د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی ګډون وکړي.

د مصالحې شورا ویلي چې د افغان سولې اړوند دغه کنفرانس کې به د سولې خبرو اترو په چټکېدو، د دوحیې د خبرو اترو پر تقویت، د تاوتریخوالي پر کمېدو او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان په اړه به بحثونه وشي.

په پام کې ده چې تر یادې غونډې وروسته په راتلوونکې میلادي میاشت کې ترکیه کې هم د افغان سولې په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG