د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو له مرستو پرته افغان حکومت سقوط سره مخامخ کیږي– سیګار 


د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو

د امریکا یو څارونکي بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان سره د امریکا او نورو تمویلونکو د مرستو کمیدل کیدای شي د حکومت د نسکوریدو سبب شي او دغه هیواد د ۹۰ لسیزې په څیر د ګډوډیو سره مخامخ کړي.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو، د رویترز اژانس ته وویل: «د افغانستان د بودجې ۸۰ فیصده امریکا او نور (نړیوال) تمویلونکي ورکوي. که په هر دلیل تمویلوونکي خپلې مرستې کمې کړي دا کیدای شي د افغانستان د حکومت د له منځه تللو سبب شي.»

ښاغلي سپکو هغو پیښو ته په اشارې چې د افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو په نتیجه کې پدې هیواد کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کیدو سبب شوې، د «تاریخ د تکرار» کیدو په اړه خبرداری ورکړ.

دغه خبرداری په داسې حال کې مطرح کیږي چې امریکا، روسیه اونور هیوادونه په مسکو کې د افغانستان د سولې کنفرانس ته تیاری نیسي.

د طالبانو ډلې د افغانستان حکومت او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ویلي دي چې پدې کنفرانس کې ګډون کوي. له دې سربیره د سیمې د هیوادونو یو شمیر استازي هم په غونډه کې برخه اخلي.

ټاکل شوې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش د افغانستان د وضعیت په هکله د خپل تازه رپوټ په اړوند د امریکا د استازو مجلس د څارنې او اصلاحاتو د کمیټې په غونډه کې حاضر او جزییات وړاندې کړي.

په تدریجي توګه د مرستو کمیدل

دغه رپوټ څرکنده کړې چې د تیر کال په کنفرانس کې د افغانستان تمویلوونکو ۳.۳ میلیارډ ډالرو د افغانستان سره د غیر پوځي مرستو په خاطر د یو کال لپاره ژمنه وکړه. ددې رپوټ له مخې که د تمویلوونکو ژمنې هر کال د ۲۰۲۴ پورې په همدې کچه دوام وکړي دا د ۲۰۱۶ کال د ژمنو په اساس د افغانستان په تمویلولو کې ۱۵ فیصده کموالی ښیي.

د امریکا متحده ایالاتو چې د افغانستان سره یې خپلې مرستې په تدریج کمې کړي لاهم هر کال د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې ته ژمن دی، خو ددغو مرستو نیمایي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې پر پرمخنګ پورې مشروط کړای شوي دي.

جان سپکو وایي که دغه مرستې قطع شي د سولې د یوې موافقې د نشتون په صورت کې به د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره منابع ونلري.

د ښاغلي سپکو په وینا که د سولې موافقه هم وشي د نړیوال بانک د شمیرو له مخې افغانستان تر ۲۰۲۴ پورې ۵.۲ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري چې تر سوله وساتي.

XS
SM
MD
LG