د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح په تخار کې د ماشومانو وژل رد کړ


په تخار کې پر یو جومات د هوايي برید له امله د ماشومانو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال په دغه برید کې د ماشومانو وژل رد کړي دي.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) ویلي چې په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي چې افغان نظامیان یې وژلي وو.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک‌پاڼه کې دې مسلې ته تند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی. له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازې یې د (خبرونو) سرټکي جوړ کړي. ما دا ثبوت په خپله لیدلی دی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې. ډاډه واوسئ".

په تخار کې سیمه‌ییزو چارواکو له امریکا غږ سره په خبرو کې پر یوې مدرسې هوايي برید تائید کړی دی.

د تخار ولایتي شورا وايي چې په دغه هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د دغې شورا منشي اعظم افضلي د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل: "پرون چهارشنبه هوايي ځواکونو په بهارک ولسوالۍ کې د هزاره قرلق په نوم د یو کلي مدرسه چې ماشومانو په کې درس لوسته، د یو غلط راپور په اساس تر هوايي برید لاندې ونیو".

د تخار امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه برید وروسته له هغې شوی چې تېره ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د دغه ولایت د امنیت امر په ګډون ۲۶ افغان نظامیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG