د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګونونه 


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلیلونه تر ډیره د جمهور رئیس غني "لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، وباله.

د ښاغلي خلیلزاد دې څرګندونو ډول ډول غبرګونونه پارولي او یو شمیر منتقدینو لا دمخه هغه پدې تورن کړی چې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د ډیر لږ څه په بدل کې هغوی [طالبانو] ته ډیر امتیازات ورکړي ‌دي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ښاغلي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې هغه د "ستر فریب د طرحې معمار" بللی دی.

ښاغلي صالح چې ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر بولي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (تلې ۶) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې‌ "خلیلزاد په څرګنده ددغه ستر چل ول طرحه کوونکی و. " او زیاتوي چې زلمی خلیلزاد هڅه کوي د ماتې‌ پړه پر نورو ور واچوي او لا هم هغه د افغانانو پر ټپونو مالګه پاشي او د افغانانو د مجبوریت او نا امیدې څخه ناوړه ګټه واخلي،‌ خو د ښاغلي صالح په وینا هغه [خلیلزاد] نشي کولای چې په مرکو د خپلې ناکامۍ بد بوی له منځه یوسي.

امرالله صالح ویلي د پخواني رژیم سره د زلمي خلیلزاد چلند لکه د قربانۍ د یوې اوزې سره د قصاب د چلند په څیر یاد کړی چې تر ذبح کیدو پورې یې د هغې څارنه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځه) په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ په یو انلاین بحث کې د افغانستان د حکومت پرزیدل تر ډیره د جمهور رئیس غني "لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، ګڼلی دی.

ښاغلي خلیلزاد په افغانستان د طالبانو د واکمن کیدو څخه دوه میاشتې وروسته د تلې میاشتې په ۲۷ له خپل مقام څخه استعفا وکړه او له هغه وروسته یې په مختلفو مرکو کې د افغانستان د دولت پخواني مشران د هیواد د اوسني وضعیت مسول بللي دي.

د ښاغلي خلیلزاد له استعفا وروسته توماس وست چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال و د ښاغلي خلیلزاد د ځای ناستي په توګه وټاکل شو.

له بلې خوا سیاسي څیړونکي وایي د ښاغلي خلیلزاد څرګندونې واقعیت لري، خو هغه پدغه غونډه کې ټول واقعتونه بیان نکړل.

د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار وايي، پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په واک کې پاتې کیدو باندې په داسې حال کې ټینګار کوه، چې په افغانستان کې هره ورځ په سلګونو افغانان مړه او ټپیان کیدل، " زه د [خلیلزاد] ټولو ټکو سره موافق یم دا واقعیتونه دي، غني د روانې بدمرغۍ اساس دی، ده سوله نه غوښتله، ده په هر ترتیب غوښتل چې د ده د جمهوري ریاست دوره باید اوږده شي".

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه احمد سعیدي هم پخوانی جمهور رئیس غني او هم سفیر خلیلزاد افغانستان کې د روان وضعیت د رامنځ کیدو د مخنیوي په برخه کې ګرم ګڼي.

ښاغلی سعیدي وایي: "خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې اصلآ اشرف غني ملامت دی مونږ داسې نه کول بیا داسې وشو. اوس معلومه نه ده، چې اشرف غني د دې په ځواب کې څه وايي، چې واقعیت څه شی دی. .. زما په نظر دواړه ملامت دي دواړو د افغانستان د خلکو حق سره سخته جفا کړې ده".

د سیاسي چارو یو بل کارپوه امین صداقت وايي، چې سفیر زلمي خلیلزاد د افغانستان د تیر وضعیت په باب ټول واقعیتونه نه دي څرګند کړي. خو هغه وايي، چې د تیر حکومت په ړنګولو کې یوازې تیر حکومت نه شامل.

ښاغلی صداقت وویل: " په تیرو شلو کلنو کې کوم بنیادي کار نه و شوی چې د ستونزو یوه برخه پخپله امریکایانو له خوا وه او هڅه یې کوله چې د فاسدو څیرو او خیالي او غیر موثرو ځواکونو څخه ملاتړ وکړي د دې سربیره د طالبانو په بریالیتوب کې د پاکستان او پخپله د امریکا ونډه له پامه نشي غورځیدلی".

دغه سیاسي چارو کارپوه وايي، چې ممکن په داخلي بعد کې د ښاغلي خلیلزاد خبرې سمې وي، خو په بهرني بعد کې د امریکا په ګډون نور هیوادونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG