د لاس رسي وړ اتصالات

د صالح پر اطلاع رسونې باندې د مرتضوي او محقق نیوکې


له هغه وروسته چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، پر افغان شعیه ګانو د "داعشي طالبانو" مشروط بریدونو په اړه څرګندونې وکړې، شاه حسین مرتضوي او محمد محقق د ښاغلي صالح د اطلاع رسونې پر څرنګوالي باندې نیوکې کړي دي.

امرالله صالح پرون شنبه دستمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲) پر خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: "داعشي طالبانو موږ ته په یو لیکل شوي پیغام کې ګواښ کړی که چېرته د دوی بندیان په دار وزړول شول، کابل به د شعیه ګانو په مسلخ بدل او د برمته شویو کسانو سرونه به پرې کړو."

له بلې خوا د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق، امرالله صالح ته پر خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د "وریزو اصلاح کولو پر ځای نباید سترګه ړنده کړو."

هغه زیاته کړې: "چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې په مسولانه ډول عمل وکړي. د یو چارواکي له خولې د شعیه وژلو خبره د شعیه ګانو رواني وضعیت ناامنه کولی شي."

د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي هم د امرالله صالح دغې کړنې ته غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي دي چې داعش او طالبان د افغانستان دښمنان دي.

مرتضوي په غیر مستقیمه توګه هم امرالله صالح ته سپارښتنه کړې "زموږ د اطلاع رسونې بڼه باید مسلکي شي تر څو د دښمن رواني جګړې سره مرسته ونکړي."

پر همدې حال د ولسمشر لومړي مرستیال دغو غبرګونونو ته ځواب ورکړی.

امرالله صالح ویلي چې دښمن چې هر ډول وي باید "په څرګند ډول" خلکو ته ور وپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG