د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او لبنان د خپلو لانجمنو سمندري پولو پر سر خبرې وکړې 


د لبنان په ناقوره ښار کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت
د لبنان په ناقوره ښار کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت

اسرائیل او لبنان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۴) د خپلو لانجمنو سمندري پولو پر سر غیر مستقیمې خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالات او ملګري ملتونه ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې منځګړیتوب کوي.

دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د لبنان په ناقوره ښار کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت په مرکزي دفتر کې پیل شوي دي.

اسرائیل او لبنان د مدیترانې په بحیره کې پر ۸۶۰ مربع کیلومتر ساحې باندې د مالکیت ادعا کوي او دواړه وایي چې دا ساحه د دوی پورې اړوند اقتصادي زون دی.

اسرائیل او لبنان دپلوماتیکې اړیکې نلري او د دواړو هیوادونو چارواکو ویلي چې ددغه خبرو ماهیت تخنیکي مسایل دي او پدې معنی ندي چې دوی غواړي خپلې اړیکې نورمال کړي.

لبنان د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او غواړي چې دغه ساحه کې د ګازو او تیلو زیرمې ولټوي چې کیدای شي ددغه هیواد سختې اقتصادي اړتیاوی پوره کړي.

ټاکل شوې چې ددغو خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۸ وشي.

د چهارشنبې د ورځې د خبرو څخه څو ساعته مخکې حزب الله او د امال سیاسي ګوند چې د لبنان د شیعه مذهبو سره تړاو لري، د لبنان په مذاکراتي ډله کې د بدلون غږ وکړ تر څو ډاډمن شي چې پدغه ډله کې له پوځیانو پرته بل څوک شتون ونه لري.

XS
SM
MD
LG