د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن طالبانو ته: افغانانو ته لومړیتوب او ملګرو ملتونو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړئ


د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو یادې "بزدلانه" پرېکړې اندېښمن کړی دی.

انتونې بلېنکن تېره شپه اپرېل پنځمه (وري ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده پرېکړه به زیانمن شوي افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نور هم اغېزمن کړي.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړې: "د طالبانو د یوې بلې بزدلانه پرېکړې په اړه چې ښځې د ملګرو ملتونو سازمان کې له کار کولو څخه منع کوي اندېښمن کړی یم. دا امر به زیانمن شوي افغانان چې تکیه یې پر بشري مرستو ده، اغېزمن کړي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او دا پرېکړه بیرته واخلي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) د سې شنبې په ورځ وويل چې طالبانو په ننګرهار ولايت کې ددغه سازمان ښځينه کار کوونکي دفتر ته له تګ څخه منعه کړي دي چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم پدې اړه غبرګون کې یاده پرېکړه د افغانستان د شاتګ په اړه یو بل ګام بللی دی.

ښاغلي ویسټ د پنجشنبې په ورځ اپرېل شپږمه (وري ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار د طالبانو د پرېکړې په غندلو سره د خپلو متحدینو ترڅنګ ولاړ دي.

هغه زیاته کړې: "د شا تګ په لور یو بل ګام چې د افغانستان خلکو ته به زیان ورسوي."

پر همدې مهال د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري هم د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه غندلې ده.

اغلې امیري زیاته کړې چې طالبانو له ټولنې څخه د افغان مېرمنو د لیري کولو په دوام، دا ځل د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار چې اړمنو افغانانو ته مهم خدمات وړاندې کوي بندیز لګولی دی.

نوموړې زیاته کړې: "دا پرېکړه ټول افغانان زیانمنوي او پر اقتصاد به یې سخت اغېز وکړي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لیندا تامس ګرینفیلد ویلي دي چې طالبان باید پرېنښودل شي چې ښځې محدودې کړې چې له نورو ښځو سره همکاري‌ ونشي کړای.

نوموړې وايي چې طالبان هڅه کوي ښځې له صحنې څخه وباسي چې په خبره یې دا کار د «منلو نه» دی.

که څه هم طالبانو تر دا مهاله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه. همدغه راز یې د افغان نجونو په مخ یې د پوهنتون دروازې هم وتړلې، د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي هم تړلي او د ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG