د لاس رسي وړ اتصالات

ګېټس: د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته واک ته د طالبانو رسېدو وېره شته


د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ گیټس
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ گیټس

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ کېټس وايي، که چیري امریکايي سرتېري په ناڅاپي ډول له افغانستان څخه ووزي د دې وېره شته چې طالبان بېرته پر افغانستان ولکه ټینګه کړي.

نوموړي اندېښنه ښودلې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د ویتنام سناریو تکرار شي.

رابرټ کېټس د «سي بي اس» په نوم یوه امریکايي ټلوېژيون سره په یوه تازه مرکه ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو تر ایستلو مخکې باید د افغان حکومت د ثبات په اړه ډاډ ورکړي او په دې اړه دي د سولې لارې نقشه رامنځته شي.

هغه ویلي:"د ځواکونو د را ایستلو پرمهال اوسني شرایط مهم دي، زما په اند چې افغان حکومت ته د بقا چانس برابرول د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم دي."

نوموړي اندېښنه ښودلې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د ښځو حقونه هم له ګواښ سره مخا مخ شي.

ګېټس د پوښتنې په ډول ویلي، ایا طالبان چمتو دي چې د اساسي قانون په منلو سره د سیاسي بهیر سره یو ځای شي.

د امریکا د دفاع دغه پخوانی وزیر پر داسې مهال له افغانستان څخه په ناڅاپي ډول د امریکايي سرتېرو پر وتلو اړه اندېښنه ښيي، چې دغه هېواد له شااوخوا شپږو میاشتو راپدېخوا له طالبانو سره د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړي دي.

د دغو خبرو یوه اساسي برخه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل دي، چې تر دا مهاله لا کومه موافقه ورباندې نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ تېرکال په پخپلې کلنۍ وینا کې ویلي و چې د سولې خبرو له پرمختګ سره به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د ترهګرۍ پر مخنیوي به تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې دا مهال شااوخوا ۱۴زره امریکايي سرتېري مېشت دي چې عمده دنده یې د افغان ځواکونو روزل او سلا مشورې ورکول دي.

XS
SM
MD
LG