د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو د بهیر ورو کولو غوښتنه کړې


په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت په قانوني توګه د شاوخوا ۸۵۰۰۰۰ میشتو افغان کډوالو ایستلو بهیر ځنډولی خو د سره صلیب نړیوالې ادارې چارواکو په اسلام آباد غږ کړی چې دا بهیر ورو کړي چې افغانستان وکړی شي د راستنو شویو کډوالو لپاره په سمه توګه لارې چارې برابرې کړي.

د آسیا آرام سمندر هیوادونو لپاره د سره صلیب نړیوال فدارسیون سمیه ایز مشر الکزاندر ماتیو شنبه اپریل ۲۷ (غوایي اتمه) وویل چې مهمه ده د پاکستان د حکومت څخه وغوښتل شي چې په یو وخت کې لږ شمیر افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه کړي تر څو د افغانستان چارواکي وکړی شي په سمه توګه ورته ترتیبات ونیسي.

ماتیو چې د قطر پایتخت دوحې څخه یې په ژنیو کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې پنځه ځله افغانستان ته سفرونه کړي او د افغانستان اوسنیو چارواکو (طالبانو) سره یې د پاکستان څخه راستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو په هکله خبرې کړي.

د سره صلیب دې جګپوړي چارواکي وویل چې یوازې په همدې تیرو څو میاشتو کې د پاکستان څخه نږدې نیم ملیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او ښایي چې په راتلونکو څو میاشتو کې ګڼ شمیر نور افغانان هم هیواد ته ستانه شي.

هغه د پاکستان څخه په لوی شمیر او یو ځای د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په هکله وویل، " زما په فکر دا به په آسیا کې د ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د برما څخه ډیر شمیر وګړي بنګله دیش ته وخوځیدل، د وګړو تر ټولو ستر خوځښت وي. دا یوه ډیره مهمه پیښه ده".

د پاکستان حکومت د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغان کډوال چې هلته یې د پاتې کیدو قانوني اسناد نه درلودل، افغانستان ته ستانه کړل او د همدې بهیر په دویم پړاو کې به د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې ۸۵۰ زره نور افغانان چې قانوني اسناد لري، وشړي خو پاکستاني چارواکي دا بهیر د اوس لپاره ځنډولی دی.

ښاغلی ماتیو وایي د اکثریت کډوالو سره چې بیرته هیواد ته ستانه شوي او دوي ورسره مرکې کړي ویلي چې نه پوهیږي څه ډول په افغانستان کې میشت شي او څه ډول خپل ژوند له صفره پیل کړي. اکثریت راستانه شوي د خپل خپلوانو کره ژوند کوي.

سره لدې چې په افغانستان کې طالبانو د میرمنو په کار او تعلیم بندیز لګولی خو ښاغلي ماتیو وویل چې میرمنې یې د روغتیا، رواني روغتیا او بنسټیزو روغتیایي خدماتو په څانګو کې میرمنو ته دندې ورکړیدي.

هغه خبرداری ورکړ که طالبان د میرمنو په هکله خپلې تبعیضي پالیسۍ بدلې نکړي، د افغانستان راتلونکې به "تیاره" وي او دا به هم سخته وي چې د افغانستان لپاره داسې مالي مرستې تر لاشي چې دا هیواد په اقتصادي لحاظ بیرته په پښو ودریږي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې میشت پخواني کډوال او په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو پس ورغلي کډوال وايي، چې د کارتونو او ویزو د مودې غځولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی. دوی غوښتنه کوي چې افغان کډوالو ته دې داسې ځانګړي کارتونه ورکړل شي چې افغانستان او پاکستان ته بې له بندېزونو تګ راتګ کولای شي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې او ویلي یې دي چې پر دې مهال به يې نه پولیس ځوروي، بلکې دوی په خپلو راجسټر کارتونو خپل بانکي حساب هم پرانیستلی شي.

یاده دې وي چې د افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو موده په ۲۰۲۳م کال پای ته رسېدلې وه.

پروسږ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې نا راجسټر افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده د وتو سپارښتنه کړې وه، خو د سږ کال د فبرورۍ تر درېیمې نېټې بیا د دوی د پاتې کېدو موده د مارچ تر ۳۱ مې نېټې وغځوله.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د ټولتاکنو په پایله کې د نوي حکومت له راتلو وروسته، یوځل بیا له مرکز حکومت څخه ټولو ایالتونو ته سپارښتنه وشوه چې د روان اپرېل تر پنځلسمې نېټې دې د اسناد لرونکو افغان کډوالو په باب مالومات راغونډ کړي چې د اېستلو دویم پړواو یې پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG