د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: دولتونه باید له افغانستان سره تعامل وکړي


د سور صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتي برخې مشر ډومینک سټېل هارټ
د سور صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتي برخې مشر ډومینک سټېل هارټ

د سور صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتي برخې مشر ډومینک سټېل هارټ له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د ضروري خدمتونو د کامل سقوط د مخنیوي لپاره دې له دغه هېواد سره تعامل وکړي.

نوموړي له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په بندېدو او د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا کارونه افغانانو ته د خدمتونو د رسولو مخه نیسي.

هغه تېره ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ۱) په یو بیان کې وویل چې ساحوي روغتونونو ته یې د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې د افغانانو کړاوونه په خپلو سترګو لیدلي او خواشینی دی.

هغه وویل: « کله چې د کندهار د لوی روغتون د ماشومانو په څانګې کې ولاړ یاست او د وږیو ماشومانو سترګو او د سرګردانو میندو او پلرونو مړاوو څېرو ته ګورئ، دا وضعیت ویروونکی دی.»

نوموړي‌ د افغانستان خلکو ته د خدمتونو په رسولو ټېنګار کړی او له نړیوالو یې غوښتي دي چې په دې اړه لاس په کار شي.

هغه زیاته کړه: «دولتونه باید له افغانستان سره تعامل (همکاري) وکړي. دا د روغتیا او تعلیم په څېر د ضروري خدمتونو د کامل سقوط د مخنیوي یوازینۍ لار ده. سیاسي اندېښې باید بشري اقدام ونه ځنډوي.»

د سور صلیب د عملیاتي‌ برخې مشر داسې مهال له نړیوالو غواړي چې له افغانستان سره مرستې وکړي چې هېڅ یو هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلي.

طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل او د سپتمبر په ۷ مه یې خپل حکومت اعلان کړ. د دوی له ننوتلو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر پانګه ګنګل کړه. طالبانو د دغو پانګو د پرېښودو تر څنګ له نړیوالو د مرستو غوښتنه هم کوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ وویل چې طالبانو ته یې خبرداری ورکړی و که په زوره یې واک او قدرت ترلاسه کړ، غیر بشري مرستې به پرې بندې شي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸میلیون خلک له لوږې سره مخامخ دي‌ او که حالت همداسې وي د کال تر پایه به دا شمېره ۲۲میلیون ته رسیږي‌ چې د افغانستان څه باندې ۹۰فیصده نفوس کیږي.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې بشر حقونو، ښځو او نجونو حقونو او بیان ازادۍ ته د درناوي‌ تر څنګ، له القاعدې ډلې سره روابط هم وشلوي. خو ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې دا مهال د القاعده د یو شمېر جنګیالیو د موجودیت سربېره، داعش هم تقریبآ په ټول افغانستان کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG