د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بانکي نظام د پاشل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری 


د افغانستان مرکزي بانک
د افغانستان مرکزي بانک

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که له افغانستان سره مرستې ونشي، بانکي نظام به یې وپاشل شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د خلکو ناتواني، چې خپل پورونه نشي ورکولای، له بانکونو ډېرې پېسې اېستلای نشي او د نقدو پېسو کموالی به په څو میاشتو کې مالي نظام سقوط کړي.

د رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یو راپور په استناد، چې نن دوشنبه نومبر ۲۲(لړم۳۱) خپور شوی دی، دا خبر خپور کړی دی.

راپور وايي چې د مالي نظام د سقوط اغیز به د افغانستان په ټولنې کې ډېر پراخ وي.‌ راپور وايي چې په طالب مشرانو یو اړخیز نړیوالو بندیزونو او د افغانستان د بانکداراۍ د نظام د ژغورلو لارو چارو موندلو مسائیل پیچلي کړي‌دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر عبدالله الدرداري ویلي دي چې باید د افغانستان د بانکي نظام د ساتلو لپاره داسې لارې چارې ولټول شي چې د طالبانو د مرستې لامل نشي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی دی چې افغانستان یو بشري کړکیچ کې ګېر دی او د کال تر پایه به یې ۲۲ میلیون نفوس له لوږې سره مخامخ وي.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او تر دې دمه یې د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني. د طالبانو له راتګ وروسته امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد پانګه ګنګل کړه. طالبان د ګنګل شوې پانګې پرېښودل هم غواړي.

XS
SM
MD
LG