د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي بشري مرستې یې افغانستان ته روانې شوي دي


افغانستان روان په بشري مرستو بار اورګاډی
افغانستان روان په بشري مرستو بار اورګاډی

د چین حکومت وايي څه باندې ۱۰۰۰ ټنه بشري مرستې یې له بیجېنګ څخه کابل ته روانې شوې دي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو نن یکشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغو بشري‌ مرستو کې غذايي مواد،‌ شیرچای، لباسونه،‌ د ژمي لپاره بوټان او کمپلې شامل دي.

دا مرستې په اورګاډو کې افغانستان ته انتقالیږي.

ښاغلي یو همدغه راز وویل چې د جولاۍ د میاشتې راهېسې د افغان-چین د اورګاډ د پټلۍ له لارې افغانستان ته ۲۶۰۰ ټنه خوراکي مواد انتقال شوي‌ دي.

نوموړي‌ همدغه راز لیکلي دي‌ چې تر دې دمه له افغانستان څخه د جلغوزو ۱۰ پروازونه هم چین انتقال شوي‌ دي او تقریبآ په څو دقېقو کې یې د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزې انلاین پلورلي دی.‌

د چین سفیر ویلي دي دا پروازونه به روان وي‌ او د افغانستان وچه میوه لومړیتوب لري.‌ دی وايي چې چین به له ځنډ پرته له افغانستان او نړۍ سره خپل پراختیایي فرصتونه شریکوي.

تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي وو چې چین ته د افغانستان د صادراتو تر انتقال مخکې باید له هغه هېواد سره د افغانستان تجارتي مشکلات حل شي. د سوداګرۍ خونې چارواکو په کابل کې د چین له سفیر هم په دې اړه ملاقات کړی و او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې کړې وه.

د چین دا مرستې داسې مهال کیږي‌ چې کابل ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ملګري‌ ملتونه وايي ۸.۷ میلیون افغانان تقریبا په قحطۍ کې ژوند کوي.

د خوراک نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۲۴ میلیون خلک چې د دغه هېواد ۶۰ فیصده نفوس کیږي له جدي لوږې سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری کړی دی چې د کال تر پایه به د ټول نفوس ۹۷ سلنه په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG