د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د حکومتي ځواکونو په برید کې څلور ملکیان وژل شوي


په بریټانیا کې میشت د جګړې یو څارونکی بنسټ وایي د سه شنبې په ورځ اګست ۷ (وږې شپاړسمه) د سوریې په ادلیب ښار کې د هغه هیواد د حکومتي ځواکونو په راکټي برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وایي دا د سوریې په شمال لودیځ کې په کابو تیرو لسو میاشتو کې د اروپکو په وروستي اصلي مرکز کې لومړی وژونکی برید دی.

دغه څارونکی بنسټ د سوریې له داخل څخه د ترلاسه شویو منابعو په حواله وایي، د دمشق د ملاتړو جنګیالیو په بریدونو کې د استوګنې په یوې سیمه کې پر یوې میرمنې سربیره د پوهنتون یو استاد او د هغه زوی د یوه راکټ د لګیدو له امله وژل شوي دي.

بلخوا په ادلیب ښار کې د فرانسې خبري آژانیس خبریال وایي د ژغورنې یو شمیر کارکوونکي او ملکي افراد یې ولیدل چې د یوې ځوانې میرمنې جسد انتقالوي،

د سوریې د ادلیب په سیمه کې کابو درې میلیونه کسان ژوند کوي چې دوه پر دریمه برخه یې په هغه هیواد کې د یوې لسیزې کورنۍ جګړې له امله ورغلي دي.

د سوریې د حکومت مخالفین د ادلیب د مرکز په ګډون د شاوخوا ولایتونو په څه کم نیمایي برخه کنټرول لري.

پر دې سیمه د سوریې د القاعده پخواني غړي حاکم دي خو یاغیان او نورې جهادي څیرې هم پکې موجودې دي.

په دې سیمه کې د سوریې د حکومت د ملاتړې روسیې او د یاغیانو د ملاتړې ترکیې له خوا د شوي اوربند له مخې، د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې راهیسې د حکومت له خوا نظامي عملیات ندي شوي.

خو د سوریې حکومتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې ددې سیمې پر یو شمیر برخو راکټي بریدونه زیات کړي دي.

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد په جولای میاشت کې د جمهوري ریاست د نوې دورې د لوړي‌ مراسم پرځای کړل، او ژمنه یې وکړه چې د هیواد پاتې برخې به ازادوي او دا یې لومړیتوب دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د جګړې له پیل څخه تر اوسه پورې کابو نیم میلیون کسان وژل شوي، دا جګړه د حکومت ضد مظاهرو له جدي‌ ځپلو وروسته پیل شوه.

XS
SM
MD
LG