د لاس رسي وړ اتصالات

متقي ایران ته: غوغا مه جوړوئ او د اوبو مسئله مه سیاسي کوئ


امیر حان متقي
امیر حان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له چارواکو غوښتي دي چې د هلمند سیند اوبو د حقابې مسئله دې نه سیاسي کوي.

متقي نن دوشنبه مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) د طالبانو د یو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلین په مراسمو کې وویل چې دا ډله په دغې مسئلې کې د دواړ هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړه: «له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو په ځای، دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو.»

تېره اوونۍ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د هلمند د حقابې حق دې ایران ته ورکړي. هغه ویلي وو: «زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي.»

رئیسي ویلي وو چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند د اوبو وضعیت وګوري او په خبره یې که ایراني کارپوهانو تائید کړ چې هلته اوبه نشته، په دې مسئلې به بیا بحث نه کېږي.

خو متقي وویل چې د کمال خان په بند کې هېڅ اوبه نشته او هغه ادعا وکړه چې د ایران د سیستان او بلوچستان سلګونه اوسېدونکي چې هره ورځ د افغانستان نیمروز ته تګ او راتګ لري دا حالت په خپلو سترګو ګوري.

ایران او افغانستان په ‍۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې افغانستان باید هرکال د هلمند سیند څخه ایران ته ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ورکړي.

له هغه وخت راهېسې په دغه سیند باندې ډېر برېښنايي بندونه جوړ شوي او له کلونو راهېسې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې په اساس یې د اوبو اندازه ډېره کمه شوې ده.

امیر خان متقي وویل چې افغانان له وچکالۍ څخه کړېږي او په بندونو کې چې کومې [لږې] اوبه شته، له ایران سره د ۶۰۰ کیلیو میتر فاصلې له کبله هغه هېواد ته نشي رسېدای.

په همدې حال کې، د فارس خبري اژانس وايي چې د ایران د استازو مجلس د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ د څرګندونو ننګه کړې او طالبانو ته یې په غیر مستقیم ډول په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغه مجلس په بیانیې کې راغلي دي: «د مسلمان او ورور افغانستان له حاکمانو څخه، چې پوهېږي څو میلیون افغان مهاجر د اسلامي جمهوري میلمانه دي، تمه کېږي چې د نامناسبو ادبیاتو د کارولو په ځای، زموږ هېواد ته د اوبو د ژر تر ژره پرېښودو په اړه اقدام وکړي او پرېنږدي چې د دوو وروڼو ګاونډیانو روابط خراب شي.»

د افغانستان د پخوانیو حکومتونو مقاماتو ویل چې په دغه هېواد کې د جنګ جګړو او د اوبو د عدم مدیریت له کبله، له افغانستان څخه هرکال ایران ته ۲.۵ میلیون میتر مکعب اوبه انتقال شوي چې دا په تړون کې د یادې شوې اندازې څخه څو برابره زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG