د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا په ترڅ کې د ایران پوځي پلاوی کابل ته تللی 


کابل ته د ایران د پوځي پلاوي سفر
کابل ته د ایران د پوځي پلاوي سفر

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ یو پوځي پلاوي پداسې حال کې کابل ته سفر کړی او د طالبانو د دفاع وزارت له مقاماتو سره یې کتلي دي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له څرګندونو وروسته د دواړو خواو اړیکې ترینګلې شوی دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د"ملي دفاع وزارت او د ایران د اسلامي جمهوریت پلاویو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف" سره خبرې کړي دي. همداشان ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ .

په اعلامیه کې ویل شوي: "د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق او د ایران اسلامي جمهوریت د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام حسیني مطلق په مشرۍ یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې. "

دغه ایراني پلاوی پداسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په تیرو څو ورځو کې د هلمند د اوبو د ویش (حقابې) په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي تندو څرګندونو د کابل او تهران اړیکې خړې پړې کړي دي.

رئیسي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې:"زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونکړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د ډپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو."

د ښاغلي رئیسي له څرګندونو څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون وښود او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې وویل: "ایراني چارواکي د هلمند سیند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي. دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي."

د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې د لوی درستیز مرستيال د ايراني پلاوي سره د خبرو پر مهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل:"اسلامی امارت تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن دی. "

اعلامیه وایي چې ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ.


د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي :"په دې کتنه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرحدي چارواکو، د سرحدونو او قبایلو وزارت او د کرنې او اراضۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود. "

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو ویلي و، چې په تیروکلنو کې د هلمند له سیند څخه په تړون کې د ټاکل شوې کچې څخه زیاتې اوبه ایران ته بهیدلي دي.

د پخوانیو چارواکو د څرګندونو پراساس په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

XS
SM
MD
LG