د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: ایراني چارواکي باید د افغانستان ګواښول بند کړي


زلمی خلیلزاد (ارشیف)
زلمی خلیلزاد (ارشیف)

د ایران او د طالبانو د چارواکو له خوا د هلمند د اوبو د حقابې په اړه د تیرې اونۍ ناندریزو څرګندونو وروسته زلمي خلیلزاد له ایراني چارواکو غوښتي، چې د دغې ستونزې د هوارلو لپاره د افغانستان پر وړاندې د زور څخه د کار اخیستلو په اړه ګواښونه دې بند کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ ( جوزا درییم) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې ایران او طالبان باید د هلمند د اوبو د ویش په اړه د ۱۳۵۱ لمریزکال تړون ته مراجعه وکړي او رامنځ ته شوې ستونزې ته د همدې تړون د عملي کیدو له لارې حل لار ولټوي.

ښاغلي خیلیزاد لیکلي: " ایراني مشران افغانستان ته د پوځي ځواک څخه د کار اخیستلو د دښمنۍ د یو شمیر کړنو او ممکن د جګړې په ګډون ګواښونه کوي. ولې؟ هغوی دا استدلال کوي، چې ایران له افغانستان څخه هغه ټاکلې اندازه اوبه، چې د دوو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال په تړون کې یې یادونه شوې او باید ترلاسه کړي نه ترلاسه کوي".

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، چې د ۱۹۷۳ کال تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره درې وړاندیزونه لري.

یو دا چې د دواړه اړخیزو دپلوماتیکو بوختیاو له لارې ستونزې ته د حل لار ولټول شي. دوهم دا چې د درییمګړي اړخ څخه د ستونزې د هوارولو لپاره کار واخیستل شي او که چیرې بیا هم ستونزه حل نشي نو باید مسله محکمې ته وړاندې شي.

زلمي خلیلزاد ویلی: " ددغو اقداماتو له یو یې هم تراوسه کار نه دی اخیستل شوی. د ایران رژیم باید د ځواکونو څخه د کار اخیستلو ګواښونه پای ته ورسوي".

د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په ګډون ددغه هیواد یو شمیر لوړ پوړو چارواکو د تیرې اونۍ په اوږدو کې په خپلو څرګندونو کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

رئیسي د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت ته د مې ۱۸ (غوايي ۲۸) د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

د ایران جمهوررئیس ابراهیم رئیسي د دغه هېواد وچکالۍ ځپلي سویل ختیځ ته د سفر پر مهال وویل: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي".

رئیسي وویل چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند کې د اوبو د وضعیت "مستقیمه" لیدنه او ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې "د وخت په تیریدو سره ستونزه نه حل کیږي".

هغه همدا راز وویل: " کله کله اوریدل کیږي‌ چې بند کې چندانې اوبه نشته یا بند کې خټي او لوشي دي. د افغانستان واکمنان باید زموږ کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې ددې خبرې ارزونه وکړي. که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تائید کړي، موږ څه نه ووایو، او که نه زموږ د خلکو د حق ضایع کېدو اجازه به چاته ورنکړو ".

د طالبانو د حکومت د ایراني چارواکو دغو څرګندونو ته په احتیاط غبرګون ښودلی او ایراني چارواکو ته یې مشوره ورکړې، چې د خبرو له لارې دې دې ستونزې ته حل لار ولټوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د مۍ ۲۲ (جوزا اول) د طالبانو د یو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلین په مراسمو کې وویل چې دا ډله په دغې مسئلې کې د دواړ هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړه: "له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو په ځای، دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو."

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم ویلي وو چې په تیرو کلونو کې ایران ته د هلمند اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې تړون څخه څه زیات بهیدلي‌ دي.

ددغو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

د ایران سره ‌پر پوله د کمال خان بند چې د ۲۰۲۱م کال د مارچ په میاشتې کې د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا پرانستل شو،‌ هم ددغه سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.‌

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان فکر کوي، چې طالبان د ایران سره د ښو اړیکو د ساتلو په لټه کې دي او په همدې دلیل یې د تیر رژیم پرتله د هلمند د اوبو په مسله دریځ یو څه نرم دی.

XS
SM
MD
LG