د لاس رسي وړ اتصالات

د سختدریځه هندوانو په پدماواتي فلم د بندیز غوښتنه رد شوه


د هند سترې محکمې د سه شنبې په ورځ د دوو ایالتونو هغه خواست رد کړ چې وایي د مشهور فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي په یو لانجمن فلم پدماواتي دی بندیز ولگول شي.

سترې محکمې ویلي دي چې څنگه چې هغوي لمړۍ هم دا پریکړه کړي وه چې دغه فلم به سنیماگانو ته د نندارې لپاره وړاندي شي نو هم هغه امر یو ځلې بیا کوي.

په فلم اعتراض کونکي په ښاغلي بنسالي تور لگوي چې تاریخ یې په غلطه توگه وړاندی کړیدی. هغوي وایي چې په دغه فلم کې یو مسلمان پاچا د ملکې پدماواتي عاشق ښودلی دی. پدماواتي د هندوانو د راجپوت قبیلې ملکه وه.

د فلم جوړونکی دغه تورونه ردوي.

د پدماواتي د فلم قصه د شپاړلسمې پیړۍ د یو صوفیانه شعر پر اساس جوړه شوې. پدې افسانوي قصې کې د راجپوت د قبیلې یوه ښکلې او زړه وره شهزادګۍ خپل ځان وژني خو د ډهلي د هغه وخت سلطان، علاوالدین غلجي یا خلجي ته ځان ژوندی په لاس نه ورکوي. سره لدې چې د دې افسانوي قصې په هکله په تاریخ کې ډیر لږ شواهد موجود دي، خو بیا هم د پېړیو راهیسي دا یوه تاریخي پیښه ګڼل کیږي.

په فلم کې د هند مشهوره هنرمنده، دیپیکا پاډوکون مرکزي رول لري.

د راجهستان حکومت وایي چې هغوي په دغه فلم بندیز ځکه لگوي چې نه غواړي خلک راوپاریږي. د راجهستان برسیره د مدهیا پردیش ایالت هم د محکمې نه خواست کړی و چې په دغه فلم دې بندیز ولگوي. په دغو دواړه ایالتونو کې د بهارتیه جنتا گوند حکومت دی.

د یادونې وړ ده چې تیر کال په هند کې د هندو واکمن ملت پال ګوند یو غړي ویلي و چې که هر چا د دې فلم جوړونکی بنسالي او مرکزي اداکاره دیپیکا پاډیکون ووژل نو سل ملیونه هندۍ کلدارې انعام به ورته ورکړي.

XS
SM
MD
LG