د دیني/مذهبي ازادیو په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې دیني او مذهبي ازادي په بشپړ ډول ختمه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو د اسلام یو مشخص تفسیر په خلکو تپلي، چې هغه کسان په نښه او د ځان تابع کړي چې متفاوت دیني افکار لري. په راپور کې له دې پلوه له خطر سره د مخامخو افغانانو د خوندیتوب غوښتنه شوې ده.
د دغه کمېسیون مشر ویکي هارتزلر ویلي دي: «طالبانو په څلورو کلونو کې دیني ازادي په بشپړ ډول ختمه کړې ده. د مذهبي اقلیتونو په ګډون په اجباري توګه افغانستان ته ستنېدونکي ټول افغانان له تعقیب، مجازات او اجباري توقیف له شدید خطر سره مخامخ دي.»
هارتزلر د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې سره ویلي دي، چې دا قانون د خلکو د [ځپلو یو بې رحمه سیستم لا قوي کوي، په دیني او عمومي چارو کې د افغان ښځو مشارکت ختموي او مذهبي اقلیتونه د زیان له شدید خطر سره مخامخ» کوي.
دغه کمېسیون د متحدو ایالتونو له حکومت څخه غوښتي دي چې د کډوالو د قبولۍ په پروګرام کې ډېرو هغو افغانانو ته برخه ورکړي، چې له افغانستان څخه د مذهبي تعقیب له کبله تښتي. دغه کمېسیون د متحدو ایالتونو کانګرس هم هڅولي چې د داسې افغانانو د ځای په ځای کولو طرحه تصویب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې یو فرمان لاسلیک کړ او امریکا ته یې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د خلکو په راتګ بندیز ولګوه. په فرمان کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې «د پاسپورټونونو او مدني اسنادو د صدور لپاره وړ او همکار مرکزي ځواک (اداره) او د تفتیش او ارزونې مناسب اقدامات نه» لري.
د سفر دغه محدودیت ته په اشارې د کمېسیون د مرستیال اصف محمود له خولې ویل شوي، چې د ټرمپ د حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان لپاره د موقت خوندیتوب د پروګرام په ساتلو سره «له مذهبي تعقیب څخه د تښتېدونکو افغانانو او په خاص ډول د ښځو، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې اساسي حقونه له منځه تللي، ساتنه» وکړي.
دغه کمېسیون د خپل ۲۰۲۵ کال په راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې ده، چې افغانستان «د روانو او څرګندو دیني سرغړونو» له کبله د هغو هېوادونو په کتار کې راولي، چې «د خاصې اندېښنې» وړ دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۲ (زمري۲۱) په نړۍ کې د بشري حقونو په اړه په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ښځو حقونه په بد وضعیت کې دي او دلیل یې د طالبانو محدودیتونه دي. راپور ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون «د افغانانو په شخصي ژوند او په خاص ډول د ښخو او نجونو په ژوند باندې شدید محدودیتونه» لګولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې هم تاکید شوی دی چې طالبانو «د اسلام په اړه د خپل تفسیر په اساس دا قانون نافذ کړی دی، چې د مذهب او عقیدې ازادي یې شدیده محدوده کړې» ده.
د متحدو ایالتونو د دیني ازادیو په چارو کې د متحدو ایالتونو دغه کمېسیون د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او کانګرس ته راپور ورکوي چې هدف یې د مذهبي او عقیدوي ازادیو ترویج او د مذهبي او دیني ځورونو مخنیوی دی.
فورم \ دبحث خونه