د استرالیا چارواکو د چهارشبنې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۹) وویل چې ددغه هېواد په یوه لیرې پرته سیمه کې د شاوخوا ۵۰۰ مړو اسونو له موندلو وروسته، پولیسو او د چاپیریال ساتنې ادارو پراخې پلټنې پیل کړي دي.
ددې اسونو پاتې شونې د واګا واګا په سیمه کې د بد بوی په اړه د ځايي خلکو له شکایت وروسته موندل شوي. دې سیمې ته له له سیډني څخه د موټر پنځه ساعته مزل دی.
لومړنیو پلټنو وښوله چې ددې سیمې په څو ځایونو کې د اسونو پاتې شوني موندل شوي دي.
د واګا واګا د ښاروالۍ شورا په یوې خبرپاڼې کې ویلي: "د ځینو اسونو یوازې اسکلیټونه پاتې دي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې تازه وژل شوي دي. مړه اسونه د سیمې په مختلفو برخو کې موندل شوي او شمېر یې له ۵۰۰ څخه زیات دی."
په روانو پلټنو کې د استرالیا د خوړو اداره او د اس ځغلولو د سیالیو تنظیمولو مسئولین هم شامل شوي دي.
د واګا واګا ښاروالۍ شورا نور جزئیات ندي ورکړي او ویلي یې دي چې د پلټنو نتیجې ته انتظار کوي.
فورم \ دبحث خونه