د پښتو ژبې نوموتی شاعر او لیکوال اکمل لېونی د مۍ پر نهمه نېټه د خیبر پښتونخوا په مردان کې د ۷۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
لیکوالانو او شاعرانو د هغه مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره نه جبرانېدونکی زیان بللی دی.
د افغانستان وتلي شاعر پيرمحمد کاروان امریکا غږ ته وویل: «اکمل لیونی یو مخلص، مینه ناک، فقیر او ملنګ خویه انسان وو. د پښتونخوا د ادبي بهیرونو او ادبي کړیو یو داسې سندرمار بلبل وو چې مشاعرې به پرې رنګینې او ښکلې وې، چې سټېج ته به پورته شو نو مینه والو، ناستو خلکو به د خوشالیو نعرې پورته کړې، کله چې به د مشاعرې د ګډونوالو شور کېناستو، نو اکمل لېوني به خپل شعرونه په ترنم پیل کړل.»
د ښاغلي کاروان په وینا، «د اکمل لیوني شعرونه د (نوقلو او بادام) په رنګ وو او د طنز او مزاح په صنف کې يې ځانته یو ځانګړی اسلوب لرلو، د هغه غوندې شاعر به په سلګونو کلونو کې هم پيدا نه شي.»
د پښتونخوا وتلي لیکوال شاعر او ډرامه لیکوني نورالبشر نوید امریکا غږ ته وویل، «که اکمل لېونی په جسماني توګه په موږ کې موجود نه دی، خو د هغه شاعري د هغه ژوند او د ژوند سندرې د هغه د پښتو او د پښتونخوا د دې خاورې او د قام لپاره هغه خبرې، د هغه سندرې او د ژوند هغه دومره لویه مبارزه هغه چې راواخلو نو موږ چرې هم داسې شاعر ته مړ نه وایو ځکه چې هغه ټول عمر د ژوند خبره کړې ده، د ژوند شاعري يې کړې ده او د دې پښتون قام لپاره يې لویه مبارزه کړې ده. که هغه سیاسي ډګر دی او که ادبي ډګر دی او که ولسي ډګر دی او که حجرې دي نو هغه په خپل خپل انداز خپل غږ او د بیدارۍ دا غږ پښتنو ته رسولی دی.»
د هغه په وینا، کله چې به اکمل لېوني په سیاسي سټېج شعر ویلی نو د هغه شعر ته ولس دومره غوږ اېښوده چې څومره د یو لارښود غږ ته خلک غوږ ږدي: «دا ځکه چې د اکمل لېوني په شاعرۍ کې د دې پښتون قام لپاره یو پیغام وو، د دې قام لپاره په هغه کې یوه جذبه وه، یوه مینه وه او یو احساس وو او بل اړخ ته هغه ټول عمر د پښتو کتابونه په خپله اوږه داسې وګرځول لکه څنګه چې څوک په خپله اوږه خپل بچي ګرځوي. هغه د پښتو او د کتابونو بنجاری وو. هغه د کتابونو یو امانت ګر وو او په دغه لار يې خلکو ته شعور او پښتو او مینه رسولې ده.»
په چارسده کې د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې ډایرېکټر ډاکټر محب وزیر امریکا غږ ته وویل: «اکمل لېونی زموږ د اوسني کهول د پښتو په ادب کې یو ځانګړی اسلوب لرلو. د هغه په شعر کې په نظم کې او غزل کې د طنز او مزاح په حوالې سره لوی نوم پیدا کړی دی. هغه په مشاعرو کې خوښ کړی شوی شاعر وو. په نوموړي کې بله ځانګړتیا دا وه چې د هغه د طنز او مزاح په نظم کې به د قامي یووالي او د قامي سوچ رنګ ښکارېدو نو اکمل لېونی د دې دور یو لوی شاعر وو او افغانستان او پاکستان کې یوازې نه چې کوم کوم ځای کې پښتانه مېشت وو د هغه د شعر او ادب نه متاثره وو.»
د پښتو ژبې شاعر او هنرمند امجد شهزاد وايي، اکمل لیوني ورسره د جلال اباد او کابل ډېر ادبي سفرونه کړي دي. د هغه د شخصیت تر ټولو مهمه خبره ده دا ده چې هغه په خپله نظریه کلک ولاو وو او هغه یو نظریاتي سړی وو. د شهزاد په وینا، «هغه چې کومه قامي نظریه وه، په هغې کې ډېر لوړ لوړ خلک شاته پاتې دي او حوصلې يې بایللي دي خو اکمل لیونی تر مرګه د پښتون د یووالي په دغه نظریه کلک ولاړ وو او هغه چې څه دې ټولنې له ورکول غوښتل هغه يې ورکړل او هغه د ډېرې غریبۍ باوجود د قامي سوچ په دغه نظریه ولاړ وو او که دا حالات په بل چا راغلي وای نو کېدای شي هغه خپله سیاسي قبله بدله کړې وای خو اکمل لېوني هغه څه ونکړه او خپل نوم او کردار يې په تاریخ کې ژوندی وساتلو او د هغه سیاسي تړون له باچاخان بابا سره وو او هغه یو کلک باچاخانی وو.»
اکمل لېونی په ۱۹۴۸ کال کې د مردان ولسوالۍ د کاټلنک په شموزو کې زېږېدلی و او چې لږ رالوی شو نو د غره نه به يې واښه راوړل او هغه به يې خرڅول او دا رنګ به يې پرې د ژوند معاش روان وو. نوموړي د دویم ټولګي پورې زده کړې کړې وې او د غریبۍ له وجې يې نور سبق وو نه وایو.
د اکمل لېوني د چپاونه، لېونتوب او تورتم په نامه د شاعرۍ کتابونه چاپ ته راوتي خو ځینې یې لاهم ناچاپه پاتې دي.
د اکمل لېوني د یو شعر یوه برخه:
سم مې په شېبو شېبو د زړه په دښته واوره
للمه کې فصلونه د باران نه بغیر نه کېږي
زما خواخوږو، مهربانو پر ما وس تمام کړ
چې د خپل قام خبره پرېږدم، دانشور شمه زه
د پښتو ژبې نوموتی شاعر او لیکوال اکمل لېونی ومړ

فورم \ دبحث خونه