د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: نجونو ښوونځیو پرانیستل د بشري حقونو خوندیتوب برخه کې لومړیتوب لري


افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وایي، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې لومړیتوب لري او ترهغه وخته پورې چې دا کار نه وي شوی، د بشري حقونو نورو مسایلو ته به هم درناوی ونه شي.

توماس نیکلاسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته اګست ۲۵(وږې ۳) د خپل ټویټر په پاڼه یو ځل بیا افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی او د نجونو ښوونځیو پرانیستل یې په دغه هیواد کې بشري حقونو د رعایتولو په برخه کې د لومړني ګام په توګه یاد کړي دي.

" ځینې وخت زه تعجب کوم چې ایا مونږ د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په اړه ډیر زیات غږیږو لکه چې همدا د بشري حقونود سرغړونو په برخه کې یوازینې اندیښنه وي او که چیرې دغه مسله هواره شي نو افغانان باید راضي اوسي. مګر ما دا درک کړه چې ترهغې چې هغوی دا کار کوي نورو بشري حقونو ته به هم درناوی ونشي. دا په "لومړۍ درجه "کې دی .

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي کال څخه پنځه میاشې تیرې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د نوي ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي کال د پیل په ورځ وویل چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځي به د یوې کړنلارې تر ترتیبیدو پورې تړلي پاتې شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست وزیرمولوي نورالله منیر د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د نجونو ښوونځي د کور څخه بهر د نجونو د تللو سره د خلکو د مخالف له امله تړلي پاتې شوي دي.

د مولوي منیر دغو څرګندونو ته د افغانستان په دننه کې یو شمیر سیاسي شخصیتونو سخت غبرګون ښودلی او د نجونو د ښوونځیو د ژر بیرته پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د جرمني د دیویچویلي د تلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې یوه لور یې د شپږم ټولګي څخه سږکال فارغیږي او دی نه پوهیږي چې لور به یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړل شي او که دنه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۵ ( وږې ۳) کابل کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو ښوونځي به کله پرانیستل شي وویل " د پوهنې وزارت چې د نجونو د ښوونځیو په اړه کومه خبره کړې ده هغوی مسولانه غږیدلي دي د هغوی وظیفه ده چې دې مورد کې زمینه سازي وکړي او دا ستونزه حل کړي هرډول چې شرایط موجودیږي شرایط برابرکړي او دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي امیدوار یو چې کار پرې وشي او نتیجه ورکړي".

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د نجونو د زده کړو مسله په داسې حال کې بیا یاده کړې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې کې د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د بندیز له لیست څخه په موقتي ډول د نومونو د ایسته کولو د مودې د تمدید په اړه بحثونه روان دي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د امنیت شورا د یوې پریکړې په اساس د طالبانو په ۱۳۵ مشرانو باندې د سفر کولو بندیزونه ولګول شول او شتمنۍ یې ګنګل شوې، له دغې ډلې څخه یې ۱۵ له دغو بندیزونو څخه مستثنی شول چې بهر ته سفرونه او د نورو هېوادونو له مقاماتو او چارواکو سره خبرې وکړای شي.

خو د دغې استثنی موده تېره جمعه ختمه شوه. د امنیت شورا د بندیزونو په کمیټه کې ایرلنډ ددغې استثنی د مودې له غځولو سره مخالفت کړی دی.

ددغو ۱۵ طالب چارواکو له ډلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوړو زده کړو سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت اداري مرستیال سید احمد شهیدخیل نومونه له وړاندې بیرته د سفر دبندیزونو په لیست کې شامل کړي دي.

ددغو دوو طالب چارواکو نومونه د سفر د بندیزونو په لیست کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو بیرته شامل شوي دي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځیو د تړلو پر وړاندې په کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې د ښځو د حقونو فعالینو په پرله پسې ډول لاریونه کړي او د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG