د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: شمالي ولایتونو کې د نجونو د پرانستو ښوونځیو مخه نه نیسو


د نجونو زده کړې
د نجونو زده کړې

طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، چې د یوې طرحې تر بشپړیدو پورې به د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ټولګي همداسې تړلي پاتې شي.

خو د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ښوونځیو تړل موقتي دي.

ښاغلي ریان وویل: " ... د میکانیزم د ترتیب او برابرولو په برخه کې پرمختګ شوی دی اما یو نهايي حل ته لا نه دي رسیدلي اما هیڅ داسې حقیقت نه دی چې د اسلامي امارت په لوړه او ټیټه کچه دې څوک په شرعي لحاظ د نجونو د تعلیم مخالف وي."

د طالبانو د پوهنې وزارت د طرحې د چمتو کیدو وړاندې د یوې مودې راهیسې په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ټولګي پرانیستل شوي دي. د پوهنې وزارت ویاند د نجونو د لیسو پرانیستل په ځینو ولایتونو کې تائید کړل او وویل چې د پرانیستو ښوونځیو مخه نه نیول کیږي خو زیاته یې کړه چې ټول ښوونځي به د طرحې د چمتو کیدو وروسته پرانیستل شي.

دې خبري کنفرانس ته د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معینیت سرپرست مولوي عبدالحق صادق وویل چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او دوی یې پر وړاندې د مسولیت احساس کوي، خو ټینګار یې وکړ چې په تیرو ۲۰ کلنو کې چې د هغه پر وینا د اشغال په موده کې د افغانستان فرهنګ او ملي ارزښتونه بدل شوي دي او دوی هڅه کوي چې زاړه ارزښتونه بیا احیا شي.

ښاغلي صادق وویل: "مونږ د یو مسول نظام په توګه د هغوی او د ملت پر وړاندې مسولیت لرو طرحه جوړو چې د تیرو شلو کلنو ناخوالې لرې کړو. زمونږ فرهنګ تیرو ۲۰ کلنو کې بدل شوی طرحه به د خپل فرهنګ او رواج پر اساس چمتو کوو."

افغانستان کې د تیرو اوږدو کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي د ښځینه ښوونکو او ښځینه ملازمینو له خوا اداره کیږي. د ښځو د حقونو یوه فعاله عادله اذین امریکا غږ ته وویل چې طالبانو له دوی څخه د زده کړو حق چې د انسانانو یو اساسي حق دی اخیستی دی.

میرمن اذین وویل: " متاسفانه افغانستان په ۲۱ مه پیړې کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ددغه هیواد اوسیدونکو دا حق له لاسه ورکړی دی او ځوانې نجونې له زده کړو پاتې شوي دي . یونسیف هم تیره ورځ په یو راپور کې وویل چې افغانستان د نجونو د ښونځیو د تړلو له امله ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان لیدلی دی. دا په دې معنی دی چې مونږ د معنوي زیان سربیره اقتصادي زیان هم ګورو."

په تیر یو کال کې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول پر ښځو باندې محدودیتونه لګولي دي چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل اود شرعي محرم پرته د سفر او دولتي ادارو کې ښځې خپل کارونو ته نه پریښودل په کې شامل دي. د ښځو د زده کړواو کار پر وړاندې محدودیتونوته د افغانستان په دننه او بهر کې پرله پسې ډول غبرګونه ښودل شوي دي.

په یو تازه غبرګون کې اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ټولنه په ځانګړي ډول افغانستان کې د ښځو او نجونو د راتلوونکي په اړه چې د ازادۍ او د تعلیم په ګډون د لومړنیو خدماتو ته لاس رسي څخه محرومي شوي اندیښنه لري. افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر رئیس محمد اگ ایویا، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د ټولګیو تړل ټکان ورکوونکي او ناامید کوونکي اقدامات ګڼلي دي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د جرمني د دویچه ویلې تلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې یوه لور یې له شپږم ټولګي څخه فارغه کیږي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې ده چې اوسني وضعیت ته په پاملرنې لور به یې خپلو زده کړو ته دوام ورنکړل شي. ښاغلي کرزي د امریکا د سي ان ان تلویزیون سره هم په خپله تازه مرکه کې د دې مسلې یادونه کړې او ویلي دي چې دده درې کوچنې لوڼي د افغانستان د نورو نجونو په ګډون دې ته اړتیا لري چې زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG