د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: له زده کړو څخه د نجونو محرومیت افغانستان ته میلیونونه ډالر زیان رسولی


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

یونیسف د دوشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې د دغه وضعیت دوام به «د افغانستان پر اقتصاد ورانونکی اغېز» وکړي. د یونیسف په خبره له زده کړو څخه د نجونو لیرې پاتې کول، د افغانستان د کلني ناخالصو کورنيو تولیداتو ۲.۵ سلنه لګښت لري.

په دغه راپور کې راغلي که چیري درې میلیون افغان نجونې وکولای شي خپلې منځنۍ زده کړې بشپړې کړي او په بازار کې ونډه واخلي، هغوی کولای شي چې د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵.۴ میلیون ډالر کمک ورسوي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

که هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ادعا کړې ده چې د دوی حکومت او د افغانستان د لیري پرتو سیمو خلک د نجونو له زده کړو سره مخالفت نلري، بلکې «له کورنو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري».

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي محمد اګ ایویا په افغانستان کې تر شپږم پورته ټولګیو زده کړو څخه د نجونو محرومیت او په دې برخه کې د طالبانو پرېکړه «ناهیلې کوونکې او ټکان ورکونکې» بللې ده.

ښاغلي ایویا زیاته کړې ده: "دغه اقدام نه یوازي داچې د زده کړو په اړه د نجونو اساسي حق نقض کوي، بلکې هغوی له سخت اضطراب، له زیاتې ناوړه استفادې چې له هغه ډلې د ماشومانو قاچاق او په ماشومتوب کې له جبري ودنو سره مخ کوي."

هغه زیاته کړې چې یونیسف به په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حق په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ټینګار یې کړی دی چې زده کړې نه یوازي دا چې د هر ماشوم حق دی بلکې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره هم مهمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تیر یو کال راپدېخوا د طالبانو حاکمیت له امله له دغه هیواد سره نړیوالې مرستې بندې شوي، د دغه هیواد اقتصاد له سقوط سره مخ شوی او د ملګرو ملتونو د راپورنو له مخې د دغه هیواد نیمايي نفوس له لوږې او فقر سره مخ دی.

اروپايي ټولنې په کابل کې د ښځو د مظاهرو له ځپلو یوه ورځ وروسته د اګست په ۱۴مه وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه لري او خبرداری یې ورکړ چې ددې هیواد د خلکو سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې مشروطې دي.

د تیرې شنبې په ورځ طالب جنګیالیو په کابل کې د ښځو د یوې مظاهرې د خپرولو لپاره له تاوتریخوالی څخه کار واخیست، یو شمېر یې ووهلې او هوایې ډزې یې پرې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسپ بوریل په یو بیان کې ویلي، اروپايي ټولنه په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده چې په "سیستماتیک ډول" د ازادي، حقونو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي څخه منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG