د لاس رسي وړ اتصالات

برېښنا شرکت: سالنګ کې د برېښنا د وېشتل شویو پایو رغول ۲۰ ورځې نیسي


د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د پروان ولایت په جنوبي سالنګ سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا تخریب شویو پایو بیرته جوړول به له دوو څخه تر درې اونیو وخت ونیسي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفی الله احمدزي د پروان ولایت ملي تلویزیون ته وویل: "د پایو اساسي ترمیم به له ۱۴ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وخت په برکې ونیسي. موږ کوښښ کوو چې د وروځې تر وروستیو پوري د وارداتي برېښنا یو سرکیت د کابل او نژدې ګاونډیو ولایتونو لپاره وصل کړو."

د ازبکستان د وارداتي برېښنا دغه دوې پایې تیره ورځ د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په «تاغمه» سیمه کې په بمونو سره والوځول شوې چې له امله یې د کابل په ګډون پر لسو ولایتونو برېښنا قطعه شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د یکشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې د برېښنا شرکت تخنیکي کار کوونکي توانېدلي چې کابل ته د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د موقت وخت لپاره وصل کړي.

ښاغلي میوندي زیاته کړه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په موقت وصلولو سره به د کابل او لسو ولایتونو ځینې ستونزې حل شي.

د کوچني اختر د رارسېدو سره هم مهاله پر کابل او لسو ولایتونو د برېښنا قطعه کېدو خلکو ته ګڼې ستونزې پېښې کړي دي. د افغانستان برېښنا شرکت د طالبانو حکومت له امنیتي مسؤلینو څخه غوښتي چې د برېښنا پایو تخریبوونکي تر پيژندلو وروسته ونیسي.

تیره ورځ باختر دولتي خبري آژانس د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند کامران حبیبي له قوله د یادو پایو د تخریب په تور د دوو تنو د نیول کېدو خبر ورکړ.

یادو چارواکو ویلي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی چې د وارداتي برېښنا دوې پایې یې په چسپکي ماینونو سره تخریب کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په «اهنګرانو» سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوې پایې په ماینونو والوځول شوې.

د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس د وارداتي برېښنا پر پایو د ماین چاودنو له امله برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG