د لاس رسي وړ اتصالات

سالنګ کې د وارداتي برښنا دوې پایې په بمونو تخریب شوي


د افغانستان برښنا شرکت وايي، په پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د ازبکستان وارداتي برښنا دوې پایې په بمونو الوزول شوي دي.

برښنا شرکت نن شنبه اپرېل ۳۰ (غوايي لسمه) په یوې خبرتیا کې ویلي چې د برښنا یادې پایې د جنوبي سالنګ په «تاغمه» کې سیمه کې تخریب شوي دي.

یاد شرکت ویلي:"د روښنایۍ دښمنانو د پروان ولایت اړوند سویلي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوې پایې په ماینونو نړولي چې له امله یې د کابل او ۱۰ ولایتونو برېښنا پرې شوې."

د افغانستان برښنا شرکت زیاتوي چې تخنیکي ټيمونه سیمې ته د تجهیزاتو په انتقال سره د یادو پایو د بیرته رغولو هڅې پيل کړي دي.

باختر دولتي خبري آژانس بیا د پروان ولایت د برښنا شرکت د رئیس له قوله ویلي چې د دغه دوو تخریب شوو پایو بیرته رغول به درې ورځې وخت ونیسي. نوموړي زیاته کړې چې کابل او ګاونډیو ولایتونو ته به د نن ورځې تر پایه برښنا په موقت ډول وصل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په «اهنګرانو» سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برښنا دوې پایې په ماینونو والوزول شوې.

د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس د وارداتي برښنا پر پایو د ماین چاودنو له امله برښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG