د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تیره میاشت په پنجشیر کې ۲۷ بندیان په ډزو وژلي دي – راپور 


پنجشیر - طالبان
پنجشیر - طالبان

طالبانړ تیره میاشت د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت د جبهې د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه نیولي وو چې بیا یې په مختلفو وختونو کې په مرمیو وژلي وو.

افغان وتنس (Afghan Witness) یوه پرانستې پروژه ده چې په بریتانیا کې د میشت یو غیر دولتي سازمان له خوا چې د مقاومت د معلوماتو مرکز(Center for Information Resilience) نومیږي پرمخ بیول کیږي. دې مرکز د یو تحقیقي رپوټ په خپرولو سره پدې هکله ویلي چې دغه سازمان ددغو کسانو د اعدام په اړه معتبر شواهد راټول کړي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې په پنجشیر کې د سپټمبر په لومړیو کې د طالبانو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي، چې په دې سره په دغه ولایت کې د "احتمالي" وژل شویو ټول ټال شمېر ۵۷ ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سپتمبر په ١٣مه وويل چې د پنجشېر ولايت په دره، روخ او افشارو ولسواليو کې د عملياتو په ترڅ کې د مقاومت ٤٠ جنګيالي وژل شوي او ١٠١ نور نيول شوي دي. هغه مهال د مقاومت جبهې هم د لسګونو طالب جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی و.

خو افغان وتنس لږ تر لږه د یوې ویدیو رښتینوالی تائید کړی چې په کې پنځه کسان د طالب جنګیالیو لخوا په داسې حال کې په ډزو ویشتل کیږي چې سترګې او لاسونه یې تړل شوي دي.

اسوشېټېډ پریس هم پدې هکله د افغان وتنس ډلې د مشر ډېوېډ اسبورن له قوله ویلي، چې دا راپور د طالبانو له خوا د مقاومت د جنګیالیو د "منظم له منځه وړلو" یوه "روښانه بېلګه" ښيي.

افغان وتنس وايي، د دغه سازمان په غړو کې افغان اتباع، څېړونکي، شنونکي، خبریالان او د بېلابېلو نړیوالو چارو کارپوهان شامل دي، خو د امنیتي دلایلو له امله یې د خپلو غړو هویت نه دی په ډاګه کړی.


دې غیر انتفاعي موسسې ویلي چې دوی د ټولنیزو رسنیو لسګونه بصري سرچینې تحلیل او ارزولي او په دره ولسوالۍ کې یې لږ تر لږه د لسو کسانو په وژلو کې طالب جنګیالي ښکیل ګڼلي دي.

د افغان وتنس ډلې په رپوټ کې د وژل شویو کسانو ګڼ عکسونه او ویډیوګانې هم خپاره شوي، خو ویل شوي چې ځینې عکسونه له دې امله چې ډېر له نږدې اخیستل شوي، موقعیت یې نه شي تائیدولای.

د طالبانو ویاندویان چې تل د طالب جنګیالیو په اړه د راپورونو او ادعاوو په تړاو غبرګون ښیي، تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د دې تر څنګ په پنجشیر ولایت کې د بندیانو د نیولو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو مشرتابه دوه ورځې وړاندې د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون وټاکه.

د باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۶مه (تلې ۲۴) خبر ورکړ چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا محمد حسن اخند د حکم له مخې، دغه کمیسیون مکلف دی چې د ټولو بندیانو دوسیې وپلټي.

د دغه شپږ کسیز کمیسیون مشري د کابل لپاره د طالبانو والي محمد ندیم کوي.

دا پداسې حال کې دي چې په پنجشېر کې ځينې ولسي سرچينې وايي چې په دې وروستيو اونيو کې د جګړې له کمېدو سره سره طالب جنګياليو په دغه ولايت کې د خلکو نيولو ته دوام ورکړی دی.

د دې ولایت د رخه ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله امریکا غږ ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په تېره اونۍ کې طالبانو د لویانو په ګډون لسګونه کسان نیولي او حتی "شکنجه" کړي دي. .

په یو تازه مورد کې طالبانو ویلي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده د طالبانو د استخباراتو د څانګې له رئیسانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې په ناحقه خلک ونه نیسي او بندیان یې نکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په ۴مه (تلې ۱۲) وویل چې د ناامنیو په اړه د دغه دفتر د اندېښنو او له بشري حقونو د سرغړونو د تورونو په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري حقونو ټیمونو پنجشیر ته سفر کدړی دی.

یوناما زیاته کړه چې "حساب ورکول او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه سولې ته د رسېدو مهم ټکي دي. یوناما به په دې برخه کې خپلې څارنې ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په پنجشیر کې د مقاومت جبهه جوړه شوه؛ چیرته چې طالبان او د دې جبهې غړي د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له یو بل سره په جګړه بوخت دي او تل یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

XS
SM
MD
LG