د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو گواښ وغنده


د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي دي چې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو گواښ "په زغرده" غندي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د تبلیغاتي ارگان "شرعیت غږ" رادیو د بمباردولو وروسته طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې رسنۍ گواښلي دي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر "شرعیت غږ" رادیو باندې حمله د بیان پر ازادۍ باندې برید وگاڼه او گواښ یې وکړ چې که په راتلونکې کې د دوی د رسنیو په وړاندې دا کار تکرار شي "هغه رسنۍ چې د اشغالگرو په مالي تمویل فعالیت کوي"هغوی به د طالبانو د "ډیر سخت" غبرگون نه په امان کې پاته نشي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په یوه اعلامیه کې په افغانستان ددې ټولنې د دفتر د مسؤل رضا معیني له قوله په افغانستان کې د خبریالانو د ساتنې په هکله د ښکیلو ډلو مکلفیتونه که دولتي قواوی دي او که د دولت مخالفین په ډاگه کړي او پر "خبریالانو او رسنیو" باندې یې حمله "جنگي جنایت" گڼلی دی.

طالبانو پخوا هم د افغانستان رسنۍ گواښلي او په ۱۳۹۴ کال کې یې د طلوع او یک تلویزیوني شبکې "پوځي اهداف" گڼلي وو. د موبي رسنیو د ډلې د کارکوونکو پر موټر باندې د طالبانو انتحاري برید چې طلوع تلویزیون یې هم غړی دی، د اوه کسانو د وژل کیدو سبب شو چې شپږ تنه یې د موبي کارکوونکي وو.

د بې پولې خبریالانو سازمان طالبان "د خبر رسولو د ازادۍ دښمنان" گڼلي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د رسنیو ازاد کار ناممکن دی.

XS
SM
MD
LG