د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د اوکراین د روس پلوو سیمو خپلواکي په رسمیت وپيژنده


شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) اعلان وکړ چې پیونګ یانګ په رسمي ډول د اوکراین په ختیځ کې روس پلوې بیلتون غوښتونکې سیمې د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت پیژني.

دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې د شمالي کوریا حکومت د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۳ د دونتڅک او لوهانسک سیمو ته چې ځانونه خپلواک هیوادونه بولي، جلا جلا لیکونه واستول.

د شمالي کوریا د خبري آژانس په وینا، پیونګ یانک په دغو لیکونو کې څرګنده کړې چې د دونتڅک او لوهانسک د خلکو د جمهوریتونو خپلواکي په رسمیت پيژني او له دغو هیوادونو سره د خپلواکۍ، سولې او دوستۍ په مفکورې سره د دولتونو په کچه د روابطو جوړولو ته لیوالتیا لري.

شمالي‌ کوریا دریم هیواد دی چې دغه سیمې د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت پيژني.

روسیې د فبروري په ۲۴ نیټه‌ پر اوکراین له برید څخه لږ مخکې ددغو سیمو خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۳ د شمالي کوریا دا پریکړه وغندله او ویې ویل کیف دا د " روسیې له خوا په موقت ډول" نیول شوي سیمې بولي.

اوکراین ددې اقدام په ځواب کې له شمالي کوریا سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو اعلان وکړ.

سوریې د جون په ۲۹ (چنګاښ اتمه) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک او دونتڅک جمهوریتونو خپلواکي په رسمیت وپيژندله، او کیف له دې اقدام وروسته دمشق سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو اعلان وکړ.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي په یو ویدیویي پیغام کې چې د هغه د ټلیګرام په پاڼه خپور شو وویل" له دې وروسته به د اوکراین او سوریې ترمنځ هیڅ ډول اړیکې نه وي او پر سوریې به د بندیزونو فشارونه له پخوا څخه ډیر شي."

XS
SM
MD
LG