د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د غلو دانو لومړۍ جوپه به په همدې اونۍ کې صادره شي


اوکراین وایي ددې هیواد د تورې بحیرې په اودیسه بندر باندې د روسیې د میزایلو د برید سره سره به په روانه اونۍ کې ددې بندر څخه نړۍ ته د غلو دانو صادرات پیل شي.

د اوکراین د زیربنایي چارو وزیر الکساندر کوبراکوف د دوشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) وویل، هیواد یې تمه لري چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د لاسلیک شوې موافقې په اساس به د غلو دانو لومړنۍ جوپه په روانه اونۍ کې د اوکراین له بندر څخه روانه شي.

ښاغلي کوبراکوف چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې د غلو دانو د صادراتو پر سر خبرو کې د اوکرایني پلاوي مشري کوله، وویل: «مونږ تمه لرو چې ترلاسه شوې موافقه به په راتلونکو ورځو کې په عمل کې پلې شي.» هغه زیاته کړه چې ټولو شیانو ته تیاری نیسي چې صادرات په همدې اونۍ کې پیل شي.

ښاغلي کوبراکوف همداشان په اودیسه بندر باندې برید ته په کتلو د امنیت په اهمیت ټینګار وکړ چې د موافقې له مخې یو له دریو بندرونو څخه دی چې اوکرایني غلې دانې ترې صادریږي.

هغه وویل: «زمونږ دریځ خورا ساده دی. مونږ د ملګرو ملتونو او ترکیې سره موافقه لاس لیک کړه. که دغه اړخونه د امنیت تضمین وکړي موافقه به عملي شي. که دوی دا کار ونکړي، عملي به نشي.»

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ په استانبول کې د تورې بحیرې له لارې د غلو دانو د صادراتو موافقه لاسلیک کړه چې ترکیې او ملګرو ملتونو یې ضمانت کړی.

روسیه او اوکراین دواړه په نړۍ کې د زراعتي توکیو ستر صادرونکي دي، خو پر اوکراین باندې د مسکو یرغل پداسې حال کې د اوکریني غلو دانو صادرات خورا کډوډ کړل چې جګړو درمندونه تاواني کړي او بندرونه په ماینونو ډک او تړل شوي دي.

د اوکراین د زیربنایي چارو وزیر زیاته کړه چې د کښتیو د تګ راتګ لار به په «ځانګړې» توګه د ښخ کړل شویو ماینونو څخه پاکه شي چې د غلو د صادراتو لپاره اړین دي او اوکرایني کښتۍ به په غلو دانو او زراعتي سرې بار کښتیو کاروان بدرګه کړي.

له بلې خوا د اوکراین د زیربنایي چارو وزارت مرستیال یوري واسکوف یو خبري کنفرانس ته ویلي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به مونږ له تخنیکي لحاظه تیار واوسو چې غلې دانې د اوکراین له ټولو بندرونو څخه صادرې شي.

XS
SM
MD
LG