د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال ۹۹۶ افغان پناه غوښتونکي له اروپا ایستل شوي ـ IOM


د کډوالو نړیوال سازمان وایي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله ۹۹۶ افغان پناه غوښتونکي له اروپايي هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې د یادو افغان پناه غوښتونکو له ډلې ۴۲۴تنه افغانستان ته په داوطلبانه او ۵۷۲ نور له دغه سازمان سره له همغږۍ پرته له اروپا ایستل شوي دي.

خو د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر بیا له امریکا غږ سره مرکه وویل، چې د روان کال له پیل څخه تر دا مهاله ۷۳۶ افغان پناه غوښتونکي ایستل شوي دي.

نوموړي نن چهارشنبه د «چنګاښ پر۲۶مه» امریکا غږ ته وویل:"له اروپايي هېوادونو څخه ۵۴۷ تنه په زور ایستل شوي او ۱۸۹ نور بیا په دواطلبانه توګه راغلي دي."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د روان میلادي له پیل څخه تر دامهاله ۲لکه او ۷۰زه افغان کډوال او پناه غوښتونکي له اروپا، ایران او پاکستان څخه په داوطلبانه او یاهم زور سره افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه وویل د دغه کډوالو زیاته برخه چې ۲لکه او ۳۵زره تنه کېږي یوازې له ایران او ۱۵زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د کډوالو چارو نړیوالې ادارې په یوه راپور کې افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه سازمان پخپل یو څېړنیز راپور کې ویلي و چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ افغانستان ته ستانه شوي کډوال د کار د نشتوالي ترڅنګ اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG