د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر ۳۶ سلنه زیات شوی ـ راپور


د جرمني رسنیو د موندنو له‌مخې روان میلادي کال اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې ۳۶سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د «فونکه مدیان ګر اپه» په نوم جرمنۍ رسنۍ د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د میاشتنیو معلوماتو له‌مخې په‌خپل راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال له پيله تر دا مهاله ۲۰۶۵۰۰ تنو افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې ده.

راپور وايي چې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې ته په کتو په اروپا هېوادنو کې د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېر کې ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

پر همدې مهال د افغانستان کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مسؤلین وايي، که څه هم روان کال اروپا ته د تلوونکو افغان کډوالو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري، خو وايي، امکان لري چې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې وي.

د دغه وزارت یوه یوند رضا باهر د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې پر ایران د امریکا اقتصادي فشارونو په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت هم تاثیر کړی چې امکان لري یو شمېر افغان کډوالو په اروپايي هېوادنو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې وي.

ښاغلي باهر وویل:"امکان لري په دې دلیل چې د بهرنیو اسعارو په وړاندي د ایراني تومنو ارزښت ډېر ټیټ شوی دی او پر ایران د امریکا اقتصادي فشارونو هم هلته د افغان کډوالو پر وضعیت اغېز کړی دی، نو د دې امکان لري چې سږ کال اروپا ته د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی وي."

نوموړي زیاته کړه چې یاد شمېر هغه افغان کډوال دي چې ایران او ترکیې ته د کار په هدف تللي دي.

په اروپايي هېوادنو کې د افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې پر داسې مهال زیاتوالی راغلی دی چې د جرمني په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو تر دا مهاله لسګونه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان میلادي کال له پیله تر دا مهاله له اروپايي هېوادونو ۱۶۵ تنه افغان کډوال په داوطلبانه ډول او ۳۸۲ تنه نور په زور له دغو هېوادونو څخه افغانستان ته لېږل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۴سوه او ۸۰زره افغان کډوال په اروپايي هېوادنو کې ژوند کوي.

په افغانستان کې روانې جګړې، فقر او بېکاري، وچکالي او یو شمېر نور لاملونه بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ د اساسي لاملونو څخه بلل کېږي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان او ۳ میلیونه نور په ایران کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG