د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ: ۱۱۴ ورځې وشوې چې مطیع الله ویسا په خپلسر نیول شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د "قلم لار" او د ښځو د زده کړو د حقونو ملاتړي مطیع الله ویسا د خوش کیدو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بنیټ د شنبې په ورځ ناوخته جولای ۲۹ (زمري ۷مه) د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې ۱۱۴ ورځې کیږي، چې طالبانو مطیع الله ویسا نیولی او پرته د کوم جرم څخه یې په بند کې ساتلی دی.

ښاغلي بنیټ لیکلي: " لږ تر لږه د ۱۱۴ پرله پسې ورځو لپاره په کوم جرم د تور د لګولو پرته په بند کې د قلم د لار د ټولنې د موسس مطیع الله ویسا په خپلسر ساتل د توجیه وړ نه دي. هغه وکیل لرلو ته د لاس رسي او د خپلې کورنۍ سره د لیدنې حق لري. زه یو ځل بیا پرته د کوم قید او شرط څخه د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوم".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي دا غوښته په داسې حال کې کړې، چې تیره ورځ د مطیع الله ویسا په نوم د یو جعلې تویټر د پاڼې څخه د هغه د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی و.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا د ښاغلي ویسا د خوشې خبر رد کړی او ویلي دي چې د هغه د خوشې کیدو خبر سم نه دی.

عطا الله ویسا لیکلي: "ملګري او دوستان زنګونه وهي او پیغامونه یې پرې ایښي خو داسې کسانو څو ځله د درواغو هڅه کړې تر څو عام ذهنیت بل خوا ته واړوي د مطیع الله ویسا ټویټر، فیسبوک او هر څه بند دي له دوی سره دي".

مطیع الله ویسا د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په ۲۷مه، کله چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د خوشحال خان مینه کې له جومات څخه د خپل کور په لور روان و د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شو.

د مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښنه لري او د نیولو وروسته د هغه سره هیڅ ډول اړیکې نلري.

طالبانو د مطیع الله ویسا سربیره یو شمیر نور مدني فعالان او خبریالان هم نیولي او په زندان کې یې اچولي دي.

د پوهنتون یو استاد رسول پارسي، مدني فعالان حمزه الفت او شمس الرحمان رحیق، افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، شاعر او لیکول حسیب احراري او لسګونه نور فعالان او دوه نور افغان خبریالان لا هم د طالبانو په توقیف ځایونو کې پرته د کوم څرګند دلیل ورځې شپې تیروي.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

ددې وړاندې هم د ښاغلي بینټ په ګډون ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان دغسې غوښتني کړې وې، خو طالبانو تراوسه د مطیع الله ویسا او یو شمیر نور مدني فعالانو د خوشې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG