د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۲ کال د نوبل د سولې جایزه د بشري حقونو دریو فعالانو ته ورکړل شوه 


د نوبل د سولې جایزه
د نوبل د سولې جایزه

د ۲۰۲۲ کال د نوبل د سولې جایزه نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په اوومه (تلې ۱۵) په ګډه د بیلاروس، روسیې او اوکراین د بشري حقونو دریو حقیقي او حقوقي فعالانو ته ورکړل شوه.

د بیلاروس، روسیې او اوکراین د بشري حقونو دریو فعالینو ته ددې جایزې ورکول یو ډیر سمبولیک عمل ګڼل کیږي، ځکه چې دا هیوادونه د اوکراین د جګړې په مرکز کې دي.

دا جایزه د بیلاروس توقیف شوي فعال الس بیلیتسکي، د روسیې د حقونو د یادګار ډلې او د اوکراین د مدني آزادیو مرکز ته چې په اوکراین کې د جګړې د تلفاتو اسناد ثبتوي ورکړل شوه.

د نوبل د سولې د جایزې د کمیټې مشرې بریټ رایس انډرسن خبریالانو ته وویل چې "دوی د جنګي جرمونو، د بشري حقونو څخه د سرغړونو او له واک څخه د ناوړه استفادې د مستند کولو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي."

مېرمن رییس انډرسن دا هم وویل چې دغو شخصیتونو او ټولنو په ګډه د سولې او دموکراسۍ لپاره د مدني ټولنې اهمیت په ډاګه کړ.

لکه څنګه چې کارپوهانو وړاندوینه کړې، د سږ کال د نوبل د سولې د جایزې د کمیټې انتخاب په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په اړه د سختو نیوکو باندې ولاړ و، چې اروپا یې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه امنیتي بحران سره مخ کړې ده.

خو د نوبل د سولې د جایزې د کمېټې پنځو غړو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین له مستقیمې نیوکې ډډه وکړه. د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پوتین د اوکراین پر خاوره د خپل هیواد پوځي یرغل پیل کړ او لا هم روان دی.

په هرصورت، ریس اندرسن د روسیې رژیم یو "مستبد حکومت" وباله چې "د بشري حقونو فعالین ځپي." هغې ټینګار وکړ چې د نوبل د سولې جایزې کمیټه غواړي هغه لارې چارې روښانه کړي چې "مدني ټولنه او د بشري حقونو مدافعین ځپل کیږي."

دغې کمیټې همداشان د بیلاروس له حکومت څخه وغوښتل چې شپیته کلن ایلیس بیالیاتسکي له بنده خوشې کړي. بیالیاټسکي د ویاسنا د حقونو د ډلې بنسټ ایښودونکی دی، هغه ډله چې کار یې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د هغه د امنیتي ځواکونو د مخ په زیاتیدونکي استبدادي تمایلاتو روښانه کول دي.

XS
SM
MD
LG