د لاس رسي وړ اتصالات

د فزیک د نوبل جایزه دریو څیړونکو ته په مشترک ډول ورکړل شوه


په ۲۰۲۲ کال کې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه‌ (تلې ۱۲) په مشترک ډول هغو دریو پوهانو ته ورکړل شوه چې د کوانټوم میکانیکس په اړه یې څیړني کړي او دا یې ثابته کړې حتی که واړه ذرات له یو بل څخه جلا هم وي، کولی شي خپل ارتباط وساتي.

دا جایزه فرانسوي الین اسپیکټ، امریکایي جان کلاوسر او اتریشي انتون زایلینګر ته د کوانټوم میکانیکس په برخه کې د جلا څیړنو له امله ورکړل شوه.

کوانټم میکانیکس د محاسباتو او کدونو د ایښودلو په برخه کې مساعده زمینه رامنځ ته کوي.

د سویډن سلطنتي آکاډمي اعلان وکړ چې:" ددغو پوهانو د څیړنې نتیجه، د نویو تکنالوژیو لپاره لار هواروي چې اساس یې کوانټومي معلومات دي."

ددغو څیړونکو په څیړنو کې ثابته شوې ده چې ډیر واړه ذرات حتی که له یو بل څخه لري هم وي، له یو بل سره ارتباط لري. دا هغه رشته ده چې خپله البرت انیشټین ته هم نامشخصه وه او یو ځل یې په یو لیک کې هغه "په فضا کې ویرونکي اعمال" بللې و.

۷۹ کلن امریکایي څیړونکي جان کلاوسر په دې اړه وویل:" په کائیناتو کې، احتمالا هره ‌ذره له بلې سره وصل ده."

هغه همدارنګه څرګنده کړې:" د سپوږمکۍ ځای پرځای کیدل او له ځمکني تمځای سره یې ارتباط ، تقریبا زما له لومړنۍ تجریې سره مشابه ده، خو زما د ازمایښت طول یوازې ۳۰ فوټه دی ، خو د هغوی کار د کوانټومي ارتباط له مخې په زرګونه کیلومتره دی."

کله چې له هغه څخه وپوښتل شول دا مطلب په ساده او عامیانه ژبه بیان کړي،‌ په شوخي سره یې وویل چې خپله هم په دې مطلب نه پوهیږي.

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون د نوبل ددغې جایزې ګټونکو ته د مبارکي د ویلو تر څنګ وویل:"خپله انیشټین هم د کواټم په وصل باور نه درلود."

۷۷ کلن اتریشي څیړونکي زایلینګر ددې خبري له اوریدو وروسته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:"حیران شوم، خو ډیر زیات مثبت وو."

د نوبل جایزو د ورکړې کمیټې اعلاان وکړ:" که څه هم ددغو څیړونکو څیړنې په جلا ډول ترسره شوي، خو د ناپيژندل شویو ښکارندو د کشف په برخه کې له یو بل سره پیوند لري."

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخه کې د نوبل جایزه د ډینامیټو د مخترع د سویډني شتمن صنعتکار الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه. د نوبل لومړۍ جایزه په ۱۹۰۱ کال کې د نوبل له مړینې پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG