د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: طالبان نشي کولای دا ادعا وکړي چې د افغانانو ژوند ښه شوی


د طالبانو له خوا بشري حقونو یو شمیر فعالانو د نیولو په اړه د ځینو نړیوالو بنسټونو او شخصیتونو له خوا د غبرګونونو په لړ کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د دغو فعالانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

میرمن امیري د شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۳۰( تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو څخه د میرمن ژولیا پارسي او میرمن ندا پرواني او د مدني ټولنې نور فعالان، چې د ورته بې عدالتۍ سره مخ دي خوشې کړي.

میرمن امیري لیکلي:" په داسې حال کې چې د افغانستان نیمايي نفوس حذف کېږي او د ویرې او ځپنې فرهنګ موجود دی، طالبان د افغانانو د ژوند د ښه کیدو ادعا نشي کولی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) په یوې خبرپاڼۍ کې، ویلي، چې د طالبانو له خوا په کابل کې د دوو معترضو مېرمنو ندا پرواني او ژولیا پارسي او د هغوی د کورنیو غړي نیولي دي.

یوناما ددغو ښځینه فعالانوپه نیولو "ژوره خواشینې" څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ندا پرواني او ژولیا پارسي له تېرو لسو ورځو راهیسې د طالبانو په توقیف کې دي. خبرپاڼه کې له طالب چارواکو غوښتل شوي، چې له یادو نیول شویو معترضو مېرمنو سره قانوني او روغتیايي مرستو ته اجازه ورکړي. یو شمیر افغان ښځینه فعالانو د یکشنبې په ورځ اکتوبراول( تلې نهم) هم ددغو دوو ښځو حقونو فعالانو نیول کیدو ته غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د عدالت غوښتوونکو ښځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په کومو شرایطو کې، چې ژوند کوي د نظر د څرګندولو حق د انسانانو لومړنی اساسي حق دی، په داسې حال کې، چې طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د خپل هیڅ مخالف غږ نه دی اوریدلی او کومو کسانو چې پردغې ډلې انتقاد کړی ددغې غورځنګ د ادعا له مخې بندیان شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د طالبانو دیکتاتور او مستبد حکومت د تیرو دوو کلنوپه دوام په خپله توره کارنامه کې ندا پرواني او ژولیا پارسي بندیانې کړې او د نړیوالو غبرګونونو سره سره لا هم دا دوه فعالانې د طالبانو په بند کې دي".

ددې غورځنګ یوې غړې صابره اکبري وویل، چې طالبانو تل د معترضو ښځو، بشري حقونو د فعالانوا و خبریالانو د غږ د غلي کولو هڅې کړي دي.

میرمن اکبري وویل:" همدا اوس ندا پرواني، ژولیا پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او همدا راز رسول پارسي د طالبانو په بند او د هغوی د شکنجې لاندې دي ، مونږ معترضې ښځې د خپل سنګر د ملګرو د خوشې کیدو غوښتنه کوو".

د تخار په ولایت کې هم د ښځو د خوځښتونو ځینو غړو تیره ورځ رسنیو ته په استولو ویډیو کې د ژولیا پارسي او ندا پرواني د عکسونو په پورته کولو او " مونږ بیداره ښځې یو، له تبعیض څخه بیزاره یو" د شعارپه ورکولو سره ددغو فعالانو د خوشې کیدو لپاره خپل غږ اوچت کړ.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د ښځو د حقونو ددغو دوو فعالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تراوسه یې ددغو فعالانو د نیولو په باب خپاره شوې رپوټونه هم نه دي رد کړي.

د مېرمن پارسي د خپلوانو په وینا، طالبان لومړی د ژولیا پارسي د زوی دوکان ته ورغلل او هغه یې اړ کړ چې د خپلې مور ځای وښيي.

د میرمن پارسي خپلوانو ویلي، چې طالبانو د دغې فعالې کور ته له ننوتو وروسته په زور او زیاتي هغه توقیف کړه او د هغې لاسونه وتړل او بیا یې د کور ټول موبايلونه او اسناد چیک او ضبط کړل.

همداراز، طالبانو تېره اوونۍ د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندا پرواني چې د ژولیا پارسي همکاره وه، له خپل خاوند او زوی سره یو ځای د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه ونیوله.

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG