د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د ماین چاودنې یو تن وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په کونړ ولایت کې د طالبلانو محلي چارواکي وایي ددې ولایت په مرکز اسعد اباد کې پر یو رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنې یو طالب سرتیری وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن یکشنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) په مرکز اسعد اباد کې د لومړۍ امنیتي حوزې پر رنجر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې لومړی په چاودنه کې پنځه طالب سرتیري ټپیان شوي و چې یوه تن یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې.

د هغه په وینا پاتې څلور کسان روغتون انتقال شوي او په خبره یې وضعیت سم ښودل شوی دی. بلخوا ویل کیږي چې په دغه چاودنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي، خو طالبانو تر دامهاله د ملکیانو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د افغانستان په بدخشان او کندز ولایتونو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا دغه چاودنه د کندز ښار د «کهنه فروشي» سړک په ساحه کې د مېوې په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند عبیدالله عبادي ویلي چې په دغه چاودنه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو هم سیمه ییزو رسنیو ته په دغه ولایت کې د طالبانو پر یو رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې خبر تائید کړی دی.

د طالب چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې طالبانو ته زیان نه دی رسېدلی او یو ماشوم پکې ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د کابل ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزان قیمت سیمه کې په یو لیني موټر کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې هم د یادو چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی ندی. خو د داعش خراسان څانګې د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داعش په کابل، ننګرهار او کندز ولایتونو کې د څو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

تیره ورځ طالب چارواکو وویل چې د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یې په ځانګړو عملیاتو کې د یونس ازبکستاني‌ په نامه د داعش د یو قوماندان په ګډون اته تنه داعشي جنګیالي وژلي دي.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د داعش د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه شوی دی.

داعش ډلې تر دا مهاله ددغه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG