د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ماین چاودنې مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د چسپکي ماین چاودنې د پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د چارواکو په وینا، دغه چاودنه نن دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولې ۳۰) د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې ددې ولسوالۍ د روغتیا د مدیر پر موټر شوې ده.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري حنیف رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او په خبره یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت ندی اخیستی. خو تر دې مخکې د داعش خراسان څانګې د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د یو بل خبر له مخې تیره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند خواجه بغرای پل سیمه کې په یو کورلا موټر کې چاودنې دوه کسان وژلي دي.

تر دا مهاله ددغه چاودنې انګېزه او د وژل شوو کسانو هویت نه دی روښانه شوی. طالبانو ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

څو ورځې وړاندې د کندز په یو جومات کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله.

په همدې روانه اونۍ کې، د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د افغان اهل هنود پر عبادت ځای ډله ییز برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول. ددغه برید مسولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

د روانې جون میاشتې په ۱۲مه، د ننګرهار په ګاونډي ولایت کونړ کې د طالبانو پر رینجر موټر چاودنه کې یو طالب سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داعش ډلې په کابل، ننګرهار او کندز ولایتونو کې د څو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG