د لاس رسي وړ اتصالات

'په جلال اباد ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې'


عکس(ارشیف) ننګرهار ولایت
عکس(ارشیف) ننګرهار ولایت

د افغانستان له ننګرهار ولایت څخه راپورونه وايي‌ چې د جلال اباد په ښار کې یوه چاودنه شوې او مرګ ژوبله هم لري.

عیني شاهدانو ویلي چې دغه چاودنه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمې په یو ګلدان کې د طالبانو د موټریز کاروان تېرېدو په مهال شوې ده.

په افغانستان کې باختر خبري آژانس هم د یاد خبر په تائید سره په دغه چاودنه کې د جلال اباد ښاروالۍ د یوه کار کوونکي د ټپي کېدو خبر ورکړی.

خو په افغانستان کې ځينو سیمه ییزو رسنیو نن شنبه سپټمبر ۲۵ (تلې درېیمه) ویلي چې په دغه چاودنه کې دوه طالبان وژل شوي او د ملکیانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټپیانو کې درې طالبان، درې ملکیان او یو د جلال اباد د ښاروالۍ کار کوونکی شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم له مرکز جلال اباد او دوو ولسوالیو څخه د پنځو تنو جسدونه چې په ډزو لګېدلي و د ننګرهار ولایت روغتون ته ور وړل شوي و.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې یاد کسان د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي و او هویت یې معلوم نه دی.

تر دا مهاله په جلال اباد ښار کې د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې په طالبانو او ملکي کسانو د چاودنو او هدفي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG